افغانستان

۳۴ دولتي ادارې د دارالامان سیمې ته لېږدول کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې ده چې ۳۴ مهمې دولتي ادارې د دارالامان سیمې ته ولېږدول شي.
افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې وویل، چې په پلازمېنه کابل کې د ګڼه ګوڼې د ختمولو لپاره ۳۴ دولتي ادارې د دارالامان سیمې ته لېږدوي؛ څو په کابل کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې مخه ونیول شي.
ولسمشر غني د کابل له سرپرست ښاروال نه غوښتي، چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې په کابل کې د ګڼه ګوڼې د ختمولو لپاره خپله طرحه ارګ ته وسپاري.

اوسمهال په کابل کې د موټرو د زیاتوالي او د سړکونو د تنګوالي له امله ټولې څلور لارې په ساعتونو بندوې وي، چې د کابل ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
په دارالامان سیمه کې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د سوداګرۍ وزارت او څو نورې مهمې دولتي ادارې شته او د کابل ښار د نورو سیمو په نسبت په کې بیروبار کم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کمال

دا هم یو دلیل دی ، چه د حکومتی ادارو ، کاروانونو او قطارونو له امله هم دولتی اداری له کاره لویدلی په تګ راتګ یی دوه دری ساعته لګیږی د عامو خلکو په حال خو د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره بروا نه لری له څورولو یی خوند اخلی مګر د ډونرانو او خارجی سرمای د جذبولو د پاره کله چه هغوی راځی او د شهر د غه بی نظمی ګوری او بیا دی کی انفحارات استخباراتی ، داعشی ، بلیک واتر او طالبانو هم پکی رامنځته شی هره پیښه کی د مړو د شمیر زیاتوالی هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x