افغانستان

د کورنیو چارو وزیر بلخ ته تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بلخ ته تللی او د دغه ولایت له ګوښه شوي والي عطاء محمد نور سره یې لیدلي دي.
د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ویس برمک سره یې د هېواد د روان امنیتي وضعیت، په شمال کې د وروستیو بدلونونو او په ځانګړي ډول د بلخ په اړه یې ورسره خبرې کړي؛ خو له نورو جزییات یې نه دي ورکړي.
نږدې میاشت مخکې د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي اعلان وکړ، چې ارګ د بلخ د والي عطاء محمد نور استعفا منلې ده؛ خو نور وروسته وویل چې د حکومت کړې ژمنې ورسره پوره کړي نه دي او د بلخ برحاله والي دی.
د جمعیت ګوند په لومړیو کې ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت نه شي کولی چې عطاء محمد نور له دندې ګوښه کړي.
عطاء محمد نور تېره ورځ په بلخ کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې هېڅ جرم یې نه دی کړی او د بلخ برحاله والي دی.
ده په ارګ تور ولګاوه، چې د فساد لومړنۍ سرچینه ده او په ټولو قردادونو کې ارګ ته جلا برخه ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت په بلخ کې د دوو امنیتي چارواکو او د کندهار د امنیه قومندان څخه د څېړنو خبرداری ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

?Why did he give his resignation to the president

الجاج استاذ بیانزی

Which president ? the one been elected by John Kerry, if he is the one , then Ata or Raziqor anybody else are wright go disobey to The illegal and slave President.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x