افغانستان

د برېښنايي تذکرو د وېش اداره: د تذکرو وېش د ولسمشر امر ته ځنډول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي تذکرو د وېش مسوولین وايي، د تذکرو د وېش لپاره له قانوني، سیاسي او حقوقي اړخه دوی هڅ ستونزه نه لري.

د دې ادارې وياند وايي د ولسمشر له دفتر سره په اړیکه کې دي او پر دې بحثونه روان دي چې کله يې باید وېش پیل شي.

روح الله احمدزي ازادي راډيو ته ويلي، «همدا اوس موږ د جلالتماب ولسمشر د دفتر له ریاست سره په اړیکه کې يو چې کوم تاریخ ښه دی، چې دغه ملي بهیر پیل کړو؟»

هغه ونه ویل چې د تاریخ د ښه والي لپاره کوم معیار لري، خو وړاندې تر دې د دې ادارې له لوري د تذکرو د وېش دقیقه نېټه د نامعلوم علت له مخې بېرته وځنډول شوه.

د برېښنايي تذکرو اړوند د افغان، اسلام او قوم نوم لیکنه هغه ناندرۍ وې، چې د تذکرو په برخه کې يې لویه لانجه را پيدا کړې وه.

نږدې میاشت وړاندې د ولسي او مشرانو جرګو ګډې کمېټې د ولسمشر هغه فرمان تصویب کړ، چې د افغان، اسلام او قوم نوم لیکنې تایید پکې شوی و.

د دې فرمان تر تایید وروسته هم د تذکرو د نه وېش یو علت بېرته د همدې کلیمو پر سر ناندرۍ وبلل شوې.

تېره شنبه ولسي جرګه کې پر همدې بحث وشو او د ولسمشر د فرمان تاييدونکې کمېټه له قانوني اړخه نیمګړې او د دوی تصویب يې ناسم وباله.

د مشرانو جرګې بیا مخالفت کوونکي د ګوتو په شمېر بللي او پر حکومت يې غږ کړی چې ژر تر ژره باید د تذکرو وېش پيل کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار وايي د نفوسو او احوالو د ثبت د شپږمې مادې په تعدیل کې د ټولو غوښتنې په پام کې نیول شوې او په دې برخه کې نورې لانجې د روان وضعیت په ګټه نه دي.

تر اوسه ارګ نه دي ويلي، چې د تذکرو د وېش د ځنډ علت څه دی او ولې يې نه پیلوي، خو تازه د جمعیت له غړو سره د ارګ والو ناسته کې د برېښنايي تذکرو اړوند هم بحث شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x