اولادونه په پردېس کي – لومړۍ برخه

محمد قدوسي

زمونږ د هريوه ژوند يوې بېړۍ ته ورته ده، دا بېړۍ غالباُ د رزق په تلاش کي دپردېسي په ساحل کي دڅه وخت لپاره لنګر اچوي ترڅو مونږ له وخت څخه په استفادې سره خپلي اړتیاوي پوره کړو، زمونږ زړونه کله دشتمنۍ دلاسته راوړلو دهیلو اوخوشالۍ او کله بيا خپلوهېوادونواو کورونوته دستنېدلو د اندېښنو په څپوکي ټوپونه وهي. دا دژوند بېړۍ دتوپاني څپو په غېږ کي کله روغه رمټه په بري سره تر خپله منزله ورسېږي او کله بیا د ستومانۍ او مايوسۍ  په پېچومي کي ډوبه شي .

مونږ غالبا خپله ګټه او تاوان تر مادياتو پوري اېساروو په دې معنا که مو زياته شتمني لاس ته راوړه نو ګټه مو کړي ده او که مو څه لاس ته نه راوړل نو تاوان مو کړی دی .

خو پدې سفر کي ډېر ځله مونږ یو داسي تاوان وکړو چي په  هېڅ ډول شتمني سره نه جبران کېږي او دا تاوان خو یا زمونږ دعقیدې او اخلاقو تاوان وي، او یا زمونږ دزامنو او لوڼو دانحراف او ضیاع تاوان وي کوم چي زمونږ د پردېسۍ په نتېجه کي راته رسېږي او دا تاوان غالبا هغه وخت ډېر متوقع وي کله چي مونږ په يوه داسي سیمه کي اوسو چي هلته دين، اخلاقي ارزښتونه او اجتماعي اداب وجود نلري لکه لوېدېزه نړۍ.

زمونږ دین مونږ ته تل دا راښيي چي اولادونه دالله تعالی داسي مبارکه لورونه ده چي باید بشپړه پاملرنه ورته وشي او لا پروايي يې ونشي، یوداسي الهي امانت دی چي مسلمان يې هم په لرلو شکر وباسي او هم يې وپالي. الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا(46) الكهف

شتمني او زامن ددنيوي ژوند ښکلا ده .

انسان د فطرت له مخي په خپلو اولادونو هغه وخت دزیاتي خوښۍ احساس کوي کله چي هغوی ویني دژوندانه په بهېر کي دپلار تګلاره تعقیبوي، دهغه نوم له ځان سره وړي، او له مرګ څخه وروسته يې د پلار نوم پوري ژوندی وي ځکه خو والدین تل دخپلو اولادونو په هکله دومره اندېښمن وي چي كوم ټاکلی حد نلري شاعر وايي.

وإنمــا أولادُنــا بـيـننا أكبادُنا تمشي على الأرضِ            لو هبتِ الريحُ على بعضِهمْ لامتنعت عيني عن الغمضِ

زمونږ اولادونه زمونږ دینو ټوټې دی چي په زمکه تګ کوي که کله يې په ځېنو دوړي را والوزي زمونږ سترګي يې داسي څاري چي به دوړو کي هم نه پټېږي . دوالدينو په سترګو کي دا داولادونو فطري مقام دی خو اسلام يې هم د الله تعالی يوه لورونه ګڼي

لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثاً وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ(الشورى:49

دزمکي او آسمانونو پاچهي يوازي الله تعالی لره ده چي څه يې خوښه شي هغه پیدا کوي چاته چي يې خوښه شي ښځي (لوڼي) ورباندي لوروي او چا ته چي يې خوښه شي نارېنه (زامن) ورباندي پېرزو کوي .

اسلام په مور او پلار دا لازم ګرزولی دی چي اولادونو ته بشپړه پاملرنه وکړي، ښه روزنه او تربیه يې وکړي، په تیره بيا په پردېس او پرديو هېوادونو کي هغوی ته اسلامي اداب ور زده کړي، ټولنېز اداب وروښيي، ترڅو داسلام په لارښوونو او دحکمونو په منلو يې ستر شي، داسي يې پرې نږدي چي ورورو د وخت په تېرېدلو سره له اسلامي تګلاري او ټولنېزو اخلاقي ارزښتونو څخه لېري شي که لومړی نسل نه وي خو دوهم نسل يې په پردېس کي له دینه واوړي .

دا يو دروند امانت دی، او په عملي ډګر کي ډېر داسي مثالونه شته چي دپردېس په ټولنو کي اوسېدونکي ورسره مخامخ دي، هغوی خپل اولادونه، زامن او لوڼي بایللي دي، په همدغو ټولنو کي دهغوی اولادونه په ړانده تقلید کي بېلاري شوي دي، دا ځکه چي والدينو يې د هغوی هغه اړیکي غوڅي کړي وي کوم چي يې له خپل اصل سره مښلوي، چي په نتېجه کي يې نه خو هغوی له دين سره څه تماس لري او نه له خپلي ژبي سره ، نه له خپل مورني هېواد سره، نه دخپلي ټولني له ارزښتونو سره، ځکه خو دهغوی عقیده او اخلاق له ګواښ سره مخامخ وي.

په عمومي توګه مسلمان نسل په پردېس کي داسي قُدوه نلري چي په خپل ورځني چلند کي دهغوی پېښې وکړي، په کور کي چي ويني نو داسي مور اوپلار او مشران وروڼه ويني چي شرعي سرغړوني يې په خبرو او کړنوکي لیدلي کېږي چي دا واړه ماشومان تر هرچا دمخه ورڅخه اغېزمن کېږي، هغوی فطرتا همدغه تګلاره نیسي ځکه چي هغه ورته سمه ښکاري، او سمه لاره ځکه چپه ورته ښکاري چي والدین او مشران يې په هغه لاره نه ځي، بيا مور او پلار  دخپل ماشوم عادتونه او خویونه ګوري چي دهغوی له هیلو سره سم نه وي پداسي حال کي چي دماشوم په انحراف کي اساسي اغېزمن عامل ددوی خپله کړنلاره وي .

مشى الطاووسُ يوماً باعوجاجٍ                               فقلّد شكلَ مشيتِهِ بنوهُ
فقال:علام تختالون؟ قـــــــالوا:                                 بدأتَ به ونحنُ مقلدوهُ
فخالفْ سيرَك المعوجَّ واعدلْ                                فإنـا إنْ عـدلتَ مـعدلـوهُ
أما تــدري أبــانــا كلُّ فــرعٍ                                    يجاري بالخطا من أدبوه؟
وينشــأُ ناشئُ الفتيــانِ منــا                                       على ما كان عوَّدهُ أبوهُ

يوه ورځ طاووس کوږ کوږ روان وو زامنو چي يې ولېد نو هغوی يې هم پېښې پیل کړې، پلار يې ورته وويل چي تاسي ولي داسي په نخرو ځئ؟ دوی ورته وویل چي دا دنخرو تګ خو تا پیل کړ او مونږ خو چي ته څه کوې هغه به کوو، ته دخپل کوږ تګ سم کړه که تا سم کړ مونږ به يې هم سم کړو، پلاره ته خبر نه يې چي هر کشر د مشر په پلونو درومي، ځکه زمونږ ځوانان په هماغو خویو لوئېږي په کومو چي يې پلرونو عادت کړي وي .

هو دايو حقیقت دی چي د مشرانو نښي په وړو ماشومانو کي ترسترګو کېږي او دمشرانو تګلاري د هغوی په یاداښت کي ثبت کېږي او ترهغه وخته پکي پاته وي ترڅو چي لوی شي. دايو ستر ظلم او له اولادونو سره غټه جفا ده چي هغوی په يوه داسي ځنګله کي چي له څناورانو ډک وي خوشي تشي پرېږدي چي د هغوی هرڅه داړي او دوی يې خيال نه ساتي، والدین يې ورڅخه ځانونه مصروف کړي، نه يې له اولادونو سره همېشنی تماس وي، او نه يې د هغوی دچلند او اخلاقو په رغولوکي تعقیب وي. يواځېنی فکر ورسره داوي، چي څه ډول خپل اولادونه هوسا او خوشاله وساتي، څه ډول خواړه، جامه او هستوګنه ورته چمتو کړي، هو دانېک او غوښتونی کار دی چي والدین يې باید وکړي خو د واړه نسل په تربیت او روزنه کي يواځي دا کفایت نکوي په تېره بيا په پردېس او هغه هم په لوېدېزه کفري نړۍ کي .

نور بیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.