نړۍ

رابرټ فيسک: هسپانيا شړل شوي يهودان ورغواړوي، خو د مسلمانانو په اړه يې سترګې پټې دي

له لندنه خپرېدونکې د “انډيپينډينټ” ورځپاڼې وتلی بريتانوی ليکوال رابرټ فيسک په خپله يوه مقاله کې ليکلي، چې هسپنانيا هغه يهود بېرته ورغواړي، چې په شپاړسمې ميلادي پېړۍ كې له دغه هيواده شړل شوي وو.
فيسک زياتوي، چې د يهودو تر څنګ مسلمانان هم دا حق لري، چې هسپانيا ته وروغوښتل شي، ځکه چې هسپانيا او پرتګال هم څو پېړۍ د اسلامي خلافت تر چتر لاندې تېر کړي، خو د هسپنانيا حکومت په دې اړه سترګې پټوي.
رابرټ فيسک زياتوي، چې هسپانيان او پرتګال د شړل شويو يهودو کورنيو ته د بيرته ورتلو بلنه ورکوي او هغوی خپل ولس بوولي.
فيسک د هسپانيا د عدليې وزير له قوله وايي، چې د هسپانيا له خاورې د يهودو شړل يوه تاريخي تېروتنه او دبشريت ضد عمل و، چې دوی غواړي دغه تېروتنه اصلاح کړي.
فيسک پر هسپانوي حکومت نيوکه کوي، چې مسلمانان هم د دغې خاورې بشپړ حقدار دي، خو د هسپانيا حکومت د مسلمانانو پر حقونو سترګې پټوي.
فيسک زياتوي، چې له هسپانيا او پرتګال څخه د شړل شويو يهودو کورنۍ ټولو اروپايي هيوادونو ته سفر ازاده اجازه ولري او ډېری دغه يهود په اسراييلو کې اوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x