افغانستان

جمعیت ارګ ته خپلې غوښتنې سپارلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پردې شاته د جمعیت اسلامي او ارګ تر منځ ناستې درېېیم پړاو ته ورسېدې، چې د وروستۍ ناستې په اړه يې طلوع نیوز معلومات خپاره کړي.

د سرچينې په قول د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، عبدالستار مراد، نور الرحمن اخلاقي او محی الدین مهدي د جمعیت اسلامي په استازيتوب او د ارګ له لوري محمد حنیف اتمر، معصوم ستانکزی، اکلیل حکیمي او د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي پر ناندرۍ د بحث لپاره راټول شوي و.

سرچينه زياتوي د جمعیت پر استازیتوب ارګ ته یوولس ماده ییزې غوښتنې سپارل شوې، چې پکې د لويې جرګې را غوښتل، له توشیح شوي قانون سره سم د برېښنايي تذکرو وېش، د نظام بدلون، په حکومت کې د جمعیت اسلامي برخه او د دې حکومت تر پایه د بلخ پر چوکۍ د عطامحمد نور پاتې کېدل شامل دي.

تر اوسه ارګ د دې ناستو په اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې عطامحمد نور ويلی و، دی د جمعیت اسلامي او ارګ تر منځ د خبرو د پایلو په تمه دی.

هغه وويل، جمعیت اسلامي که ورته هر امر وکړي، پر ده يې منل واجب دي.

هم مهاله ارګ په رسنیز ډګر کې عطامحمد نور د بلخ د والي په توګه نه مني او نږدې درې اوونۍ وړاندې يې د هغه د استعفا د منلو خبر ورکړ.

عطامحمد نور نه یوازې، د بلخ له څوکۍ لرې شوی نه دی، بلکې بلخ ته د ارګ له لوري د ور معرفي شوي والي د نیول کېدو امر يې هم ورکړی دی، انجینر محمد داود پر قتل تورن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

It looks like the real power is in the hands of Jamiat and Northern Alliance.

الجاج استاذ بیانزی

the real power is the occupiers, all North and South aligners are poppets or slaves .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x