خیر القرون : څوارلسم درس…

د صحابهء کرامو د ایمان معراج

لیکوال: احمد الله عاطفي

دصحابه(رضی الله عنهم) دایمان لوړوالی او کلکوالی، دیني احکامو منلو ، دالله(جل جلاله) او رسول الله(صلی الله علیه وسلم) سره دمحبت پیرزوئني، سر خندني اودقربانۍ هغه لوړمعراج کې قرار درلود چې بشري تاریخ ئې ساری نه دی لیدل.

قال الله تبارک وتعالی:لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُون.(المجادله: ۲۲)

ژباړه: هغه قوم چي پر الله او پر آخرت ئې ایمان وي؛ هیڅکله به ئې داسي ونه مومې چي له هغه چاسره دوستي وکړي چي له الله او دهغه له پیغمبر سره ئې دښمني کړې وي، که څه هم دوی ئې پلرونه وي، زامن ئې وي، وروڼه ئې وي او خپلوان ئې وي، همدغه کسان دي چي الله د دوی په زړونو کي ایمان ثبت کړی او په خپله روح(غیبي فیض) سره ئې دهغوی مرسته کړې، هغوی به داسي جنتونو ته داخل کړي چي ترې لاندي ویالې بهیږي، په هغه کي تل پاته، الله له هغوی راضي شوی، دوی له الله راضي شوي، همدا دالله حزب دئ،(دغه کسان دالله دحزب غړي دي) یقیناً چي دالله حزب بریالی دئ.

که څه هم په دي مبارک آیت کي حکم عام او تر پایه ثابت دی ، خو په هغه وخت کې مصداق صحابه(رضی الله عنهم) و او عملاً ئې ثابت کړ.

صحابه(رضی الله عنهم) دایمان هغه لوړه درجه دالله(جل جلاله) او دهغه درسول (صلی الله علیه وسلم) سره دمیني ،محبت ،ریښتینولي اوپه صداقت سره په کمال دمعراج تر لاسه کړه چې ، دهمدي ارزښت لامله الله سبحانه وتعالی تري رضایت اعلانوي، څومره ستره بریا دی!!

الله سبحانه وتعالی فرمائې: (لَّا تَجِدُ قَوْمًا …) ته به داسي قوم ونه مومې چې په الله او داخرت په ورځ ایمان ولري دداسي خلکو سره دوستي وکړي ، چې دالله او دهغه درسول دښمنان وي، که څه هم هغوي ئې نږ دي خپلوان وي!

په مبارک آیت کې څرګنده لار ښوونه شوي چې په یوه زړه کې دوه متضاد نظرونه چې یو دبل اساسي او بنیادي ضد وي هیڅکله سره نه یوځای کیږي، داسي نشي کیدی چې دالله سره مینه او بندګي جذبه وي، بیا دالله د دښمنانو مینه او محبت هم په کي ځای ولري!

همدا ارزښت او رښتینی شعار،صحابه(رضی الله عنهم) په ایماني ولولو عملاً ثابت کړ ، چې ددوي محبت دالله او دهغه درسول سره دی او ددي ترمینځ هر دیوال ئې نړولی که هغه ئې د پلار ورور او بل نږدي خپلوان په صورت کې هم وو، ددي سرخندنې او دوفا لنډي بیلګي دادي ، چې دبدر په سخته ورځ چې دمسلمانانو شمیر دمشرکینو په مقابل کې دري برابر کم و، او دوسلو او تجهیزاتو توپیر دمقایسي نه و،خو لږ شمیر کې صحابه کرامو ددري برابره دښمن په وړاندي داسي مقابله وکړه چې دبشر په تاریخ کې څاری نه لیدل کیږي او په همدي غزا کي صحابه کرامو خپل نږ دي خپلوان په خپلو لاسونو ووژل.

خپله پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) دبدر په ورځ عملاً دجنګ په ډکر کې حضور درلود، څه چې ووژل شول په یوه نه یوه اړیکه دپیغمبر(صلی الله علیه وسلم) سره ئې تقریباً قرابت درلود، او دبندیانو په ډله کې د ګراني لور(بي بي زینب) خاوند ابوالعاص بن ربیع هم و ،چې دنورو بندیانو نه ئې هیڅ ډول امتیاز نه درلود، څه معامله چې له نورو سره کیده او وشوه له ده سره هم کیده اووشوه.

حضرت ابو عبیده بن جراح خپل پلار چې دمشرکینو جنګیالی وو او په میدان کي ئې بریدونه کول د څو ځله مخته راتګ وروسته خپله ابو عبیده (رضی الله عنه) وواژه، مسلمانان ئې دده له شره په آمان کړل.

دمنافق (عبد الله بن ابې بن سلول) زوي حضرت عبدالله له رسول الله(صلی الله علیه وسلم) نه دخپل پلار دوژلو اجازه وغوښته ، چې هغه درسول الله (صلی الله علیه وسلم) په غیاب کې بي احترامي کړې وه،حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ورته دپلار دوژلو اجازه ورنه کړه.

حضرت عمر(رضی الله عنه) دبدر په ورځ خپل ماما( العاص بن هشام) وواژه.

حضرت مصعب بن عمیر (رضی الله عنه) هم داحد په غزا کې خپل ورو عبید بن عمیر وواژه.

حضرت ابو بکر صدیق(رضی الله عنه) دبدر په ورځ دخپل زوي (عبد الرحمن) دوژلو هوډ کړی و او خپل پلار (عثمان) ئې هغه وخت په سپیړه کلک ووهه،چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته ئې په غیاب کيې سپکي وویل.

حضرت علي ، حضرت حمزه، حضرت عبید بن حارث(رضی الله عنهم) په خپل همت او فولادي ګذارونو خپل نږ دي خپلوان، عتبه، شیبه او ولید ووژل.

حضرت عمر (رضی الله عنه) دبدر بندیانو په هکله وویل هر څوک دخپل خپلوان چې بندیان دي په خپلو لاسو وژني.

دبدر په ورځ یو انصاري صحابي دحضرت مصعب بن عمیر سکه ورور (ابو عزیز بن عمیر) نیولی و،چې حضرت مصعب ولید پرځای ددي چې ملاتړ ئې وکړي یا سپارښتنه، انصاری صحابی ته ئې وفرمایل: کلک ئې وتړه دده مور شتمنه ده او ډیره فدیه به د زوی په خلاصون ورکړي، دده په وینا ورور ( ابوعزیز) په لوړ غږ ور ناري کړ ته خو زما سکه ورور ئې، ابو مصعب(رضی الله عنه ) وفرمایل نه ته اوس زما ورور نه ئې زما ورور دغه درسول الله(صلی الله علیه وسلم) مبارک صحابي دی!

صحابه ئې کرام (رضی الله عنهم) په ظاهر او باطن ریښتیني مومنان او داخلاص او میړاني سره په هر میدان کې دوفا اتلان وو.

دالله په توفیق

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د