
ارګ هم په سوریه کې پر وژل شويو افغانانو خواشيني ښوودلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ارګ هم په سوریه کې پر وژل شويو افغانانو خواشيني ښوودلې او ويلي يې دي، د افغان ځوانانو وينې باید د نورو د ګټو لپاره ونه بهول شي.
د ارګ د مطبوعاتي برخې سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، دوی په بل هېواد کې په نیابتي ډول جګړو کې د افغانانو ګډون نه شي زغملی.
په ورته وخت کې د ایراني پوځيانو د «فاطمیون» په نوم د لوا یو لوړ پوړي چارواکي زُهیر مجاهد ایراني رسنیو ته ویلي، سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګېدونکي افغانان پخپله خوښه جګړې ته تیار شوي دي.
دې ایراني چارواکي ویلي، د پنځو کلونو اوږدو کې دوه زره افغانان وژل شوي او شاوخوا اته زره نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت تر پرونه له دې څرګندونو نا خبري ښوودله، خو د ارګ له نظر څرګندولو وروسته يې خوله چوله کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغوی چې سوریه کې د داعش پر ضد جګړې ته ځي، دلته کولی شي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د داعشیانو پر وړاندې وجنګېږي.
تر دې وړاندې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق په سوریه کې د ایران لپاره جنګېدونکي افغانان ستايلي و او هغوی يې د مقدساتو مدافعین بللي و.