افغانستان

اجراییه مشر: د برېښنايي پېژندپاڼو ځنډول پر ځای ګام دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر له ځنډولو څخه ملاتړ وکړ.
ده وویل، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو چاره کې اوس هم جدي بحثونه له پاتې دي، چې تراوسه حل شوي نه دي.
نوموړي نن د وزیرانو شورا غونډې ته د خبرو کولو پر مهال وویل، دغه بهیر باید د افغانانو په منځ کې د جلا والي لامل نه شي او په دغه برخه کې باید ټولو قومونو ته د نظر یووالی ولري.
د اجراییه مشر په خبره، د برېښنايي پېژندپاڼو د تخنیکي وېش لپاره چمتووالی نیول شوی؛ خو د دې مسئلې په اړه حقوقي بحثونه پر ځای پاتې دي او د دغه بهیر ځنډول پر ځای کار دی.
اجراییه مشر د برېښنايي پېژندپاڼو د ځنډولو څخه ملاتړ داسې مهال کړی، چې د برېښنايي پېژندپاڼو مسوول نن ویلي و، چې دوی د پېژندپاڼو د وېش لپاره له قانوني، سیاسي او حقوقي اړه کومه ستونزه نه لري؛ بلکې د ولسمشرۍ ماڼۍ سره په اړیکه کې دي چې دغه بهیر ژر پیل کړي.
په برېښنايي پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» کلمو پر سر لانجه له تېرو څو میاشتې راهیسې روانه ده.
ولسي جرګې میاشت مخکې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو ضد رایه ورکړه؛ خو د مشرانو جرګې د ولسي جرګې پرېکړه په غوڅ اکثریت سره رد کړه.
تېره ورځ د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د ملي یووالي حکومت نه وغوښتل، چې دغه بهیر دې نه ځنډوي او  ژر دې پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x