نظــر

د( صحرا توپان) په بړبوکۍ بدل شو

زخمي افغان

څو ورځې وړاندې رسنیو اعلان وکړ چې د ګډ حکومت د دفاع وزارت لخوا په غزني کې د ( صحرا توپان) په نوم عملیات شروع شوي دي. دا عملیات چې د مارجې له ناکامو عملیاتو وروسته د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ دوهمه تجربه وه، نوم ورته د خلیج په لومړنۍ جګړه کې د امریکایي عملیاتو ( عاصفة الصحراء) څخه اخیستل شوی و تر څو خلکو ته وښيي چې دا به ډیر پریکنده عملیات وي او طالبان به په یومخیز ډول له غزني څخه نابود کړي.

خو د ټرمپ د ټولې ستراتیژۍ په شان د صحرايي توپان عملیاتو هم یوازې شعاري او تبلیغاتي هنګامه درلوده، ځکه په عملي اړخ کې کله چې ټرمپکیان له طالبانو سره د جګړې لپاره د غزني قره باغ، دهیک او اندړو ولسوالیو ته ورداخل شول او هلته د طالبانو تر مرګونو بریدونو لاندې راغلل، نو په ظرف د څو ورځو کې یې د عملیاتو توپاني ماهیت هم له منځه لاړ، د صحرا توپان د ځان خلاصولو لپاره خپل ځان راټول کړ او د دښتې د بړبوکۍ  په ګامونو یې په ځغاسته له یادو جنګي سیمو ځان ویوست.

د غزني د عملیاتو کیسه له هغه ځایه راپیل شوه کله چې ۱۸ ورځې وړاندې د تیر ډسمبر په شلمه نیټه د غزني چارواکو اعلان وکړ چې په دې ولایت کې به پراخ ژمني عملیات پیل کړي. دا عملیات چې وروسته یې د رهبرۍ لپاره د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم غزني ته راغی،لومړی ځل د غزني په قره باغ کې پیل شول، د ۱۵۰ په شاوخوا کې ټانګونه او سلګونه عسکر چې د څرخکو ملاتړ هم ورسره و د قره باغ په ولسوالۍ ورغلل، خو طالبانوولسوالۍ ته له داخلیو سره سم د نوروز خیلو په کلي کې ورسره جنګ پیل کړ،د لومړي ورځې  په جنګ کې طالبانو د دولتي عسکرو درې ټانګونه وویشتل او عسکر یې په داسې حال کې شاتګ ته اړ کړ چې ۱۲ مړي یې د جنګ په ډګر پاته وو.

په قرباغ کې تر لسو ورځو پورې دولتي عسکرو خپل زور وآزمایه خو په دې ونه توانیدل چې کومه سیمه له طالبانو ونیسي، په دې جګړه کې هره ورځ عسکرو ته زیان اوښت تر دې چې د مړو او ټپیانو شمیر یې لسګونو ته ورسید. له قره باغ څخه د تیښتې په وخت حکومتي عسکرو د خپلې ناکامۍ غچ له اولسي خلکو  واخیست، د قبرغې په کلې کې  یې د خلکو د کورونو دروازې په بمونو والوځولې او د بې وګړو له ځورولو او مالونو له لوټ تالان وروسته یې له قره باغ څخه پښې سپکې کړې.

د قره باغ له ناکامۍ وروسته حکومتي قواوو د غزني ښار لویدیځ ته د نوغي  په سیمه برید وکړ، چې دلته هم طالبانو ورسره له سهاره تر ماښامه مقاومت وکړ، په جګړه کې ۲ طالبان ټپیان او حکومتي عسکرو شکست وخوړ. له دې څو ورځې وروسته د ( صحرا توپان) عملیاتو د تقویې لپاره له کابل څخه تازه دمي ځواکونه راورسیدل او د ۲۰۰ ټانګونو په بدرګه او ګڼو چورلکو په ملاتړ یې د غزني په اندړو ولسوالۍ هجوم ورووړ. طالبانو د اندړو ولسوالۍ د علم والو، ګور او بدوانو په کلیو کې حکومتي عسکرو ته دفاعي کمین نیولی و. کله چې حکومتي عسکر دې سیمو ته داخل شول د طالبانو تر برید لاندې راغلل، جګړې تر ماښامه دوام وکړ چې په ترڅ کې یې څو ټانګونه تخریب او حکومتي عسکرو ته د سر دروند زیان هم واوښت.

د اندړو په ولسوالۍ کې حکومتي چورلکو بیا بیا بمبارونه وکړل چې د جمال کلا او بدوانو په کلیو کې یې د یوه سپین ږیري او سپین سرې ښځې په شمول اولسي وګړي هم په شهادت ورسول. خو وروسته د قره باغ په شان  دلته هم حکومتي ځواکونه له پرمختګ څخه مایوسه شول نو ځکه یې فرار ته په قرار ترجیح ورکړه.

د اندړو له ولسوالۍ وروسته حکومتي قواوو د غزني په دهیک ولسوالۍ خپل زور وازمایه، خو هلته هم ونه توانیدل چې له عمومي سرک څخه کلیو ته ورکوز او له طالبانو سره جګړه وکړي. له همدې امله د جنورۍ په ۷ مه نیټه چارواکو د ( صحراء توپان) په نوم د ژمنیو عملیاتو پای اعلان کړ او راغلي عسکر یې بیرته د غزني ښار او کابل په خوا وتښتیدل.

د صحرا توپان که څه هم د جګړې  په ډګر کې ناکام و اما د تبلیغاتو په ډګر کې یې توپاني خاصیت نه و بایللی، د دفاع وزارت توپاني ویاند د خپلو توپاني درواغو په اساس ادعاء وکړه چې په دې عملیاتو کې یې لسګونه طالبان ختم کړي او له هغوی نه یې ډيرې سیمې نیولي دي.هغه ادعاء چې هیڅ حقیقت یي نه درلود.

دا چې د صحرا توپان عملیات د ټرمپ د ستراتیژۍ په چوکاټ کې اعلان او پيل شوي وو، دا پیغام ورکوي چې ددې عملیاتو په شان ددې ستراتيژۍ ټول خاصیت هم دادی چې ( نام دې ستر، کور دې ډګر ) معنی دا چې مطبوعاتي انګازه یې دنیا لړزوي مګر عملي تجربه یې د بړبوکۍ غوندې یوازې څو شیبې خځلې او خلتې په هوا کړي نور په خپله مخه وتښتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x