راځئ چې دیني علم تر خلکو ورسوو!

مولوي نور احمد نور

د علمي سفر او د لویو مدارسو له استادانو او مشائخو سره د ملاقاتونو په سلسله کې یوه ورځ جامعه فاروقيې ته لاړو. دا مدرسه چې د برصغیر ستر عالم او مشهور علمي شخصیت مرحوم مولانا سلیم الله خان صاحب تأسیس کړې ده یوه لویه علمي اداره ده، چې د فنونو او دروة الحدیث په شمول د فقهې تخصص هم په کې ترسره کیږي او هر کال سلګونه ځوانان د دیني عالمانو او مفتیانو په حیث اسلامي جامعې ته وړاندې کوي.

د همدې مدرسې دتخصص له نګران مفتی سمیع الله صاحب سره مو ملاقات وکړ. هغه راته دخپل تخصص ځانګړتیاوې او امتیازات ښه په تفصيل سره بیان کړل. زما ملګري مولوي عبدالله صاحب په مجلس کې زموږ د سیمو د دیني مشکلاتو يادونه وکړه چې او ویې ویل چې زموږ د ټولنې عام خلک له ديني زدکړو بې برخې دي په داسي حال کې چې مدرسي هم شته او مسجدونه هم شته، ښه تکړه تکړه امامان لري خو بیا هم دیني علم په ټولنه کې په کماحقه شکل نه دی خپور شوی د دې مشکل د حل لپاره باید څه وکړای شي؟

مفتی سمیع الله صاحب يوه ډیر ښه تجويز وړاندي کړ چې باید په ګروپي ډول سره خلګو ته ديني لارښودني وشي تر څو له دې لارې عوامو وروڼو دیني احکام ورسول شي او دخلګو د دین پوهني کچه لوړه سي. نوموړي د خپلې دې طرحې یا نظام تشريح په دې ډول سره وکړه چې لومړی باید د هر ځای د تجارانو. کښت کارانو او دکاندارو وغیره جاج واخیستل سي او دهري شعبې سره تعلق لرونکو ته دهغې شعبې اړوند مسايل بیان سي. اسانه لاره دا ده چې  په مدارسو او مساجدو کې دوه ورځنۍ يا درې ورځنۍ دورې کيښودل مثلا یوه دوره دتجارت په موضوع اوهغه فقهي مسایل دي پکي بیان شي چې له تجارات سره تړاو لري. د تجارت روا او ناروا اقسام ، د سود، احتکار، په تجارت کې دوکه او نورو موضوعاتو  په اړه دې خلکو ته شرعي مسائل بیان شي.

دغه راز دې د تجارت عمدي شرعي مسائل په مختصر ډول چاپ او په خلکو دې تقسیم شي او د تجارت د فقهې مسائلو په اړه شرعي دوهره کې دې صرف تجارانو بلنه ورکړای شي تر څو هغه خلګ چې له تجارت سره تړاو نه لري په هغو مسائلو کې ښکېل نشي چې ضرورت ورته نلري. په همدې ترتيب باید هري شعبې والا ته دهغې شعبې اړوند مسائل د بمپلټو او مختصرو دورو په شکل وویل شي نو په دې ډول به هر چا ته دخپل کار لپاره شرعي تګلاره واضحه شي. دپام وړ ټکی خو لا دا چې په دې ډول به عام خلګ له مدارسو او مساجدو سره تعلق پیداکړي او دمدارسو په کردار به خبر شي او دعلماوو او عوامو تر منځ به راشه درشه او خیرخواهي پیداشی چې بیابه همداعالمان دټولني رهنمايي کوي او عوام به ترې هېڅ مخالفت نه کوي.

دمفتی صاحب دې خبرو خيالي دنیا ته یووړم دخیال په وزرونو مي زما دهیواد په ولس میشتو سیمو باندي الوت پیل کړ. مدارسو کې مې علماء  ليدل چې ډلي ډلي خلګ ورته ناست وو او هر چا ددین په زده کړه کې له هغه بله ځان وړاندي کاوه. علماء مې لیدل چې نبوی ميراث يې په نبوي اخلاقو په خلګو تقسيماوو اوپه مجموع کې مي دينداري او په ديني پوه سمبالي ټولني لیدلې چې دجهل اوناپوهۍ بلا ګاني يې دخپلو دیني پوښتنو په امسا ګانو له ټولنو لیري پسي اخيستې. راځئ چې سر له ننه همدا طريقه خپله کړو او د ټولني درد احساس کړو هم به ټولنه په ديني ګېڼه وپوښل سي او هم به دعلماوو له خپل فرض څخه اوږې سپکي شي .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

ګرانه! ډېره ښه لیکنه مو کړیده او مفتی صاحب ډېر ښه وړاندیز کړیدی.
مونږ باید داسي وکړو چې غاړه مو خلاصه شي.

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

تاسو ته چي مفتي صیب کومه مشوره درکړیده آیا دوی پخپله داسي دورې دائري کړیدي؟
که دوی دا کار کړی وي، بیا که تاسي له دوی څخه هغه مواد ترلاسه کړئ او یا یې پمفلټ چاپ کړی وي او تاسي یې له ځان سره راوړئ او دلته عالمان ترې ګټه پورته کړي.