
عبدالله عبدالله: د داعش پر وړاندې مو د وس برابر جګړه کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اجراییه ریاست مشر عبدالله عبدالله وايي، د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د خپل توان په اندازه جګړه شوې ده.
اجراییه رییس نن د وزیرانو شورا ناسته کې د نور څرګندونو تر څنګ د داعش او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې ته هم اشاره وکړه.
هغه وویل دا تصور ناسم دی، چې د داعش پر وړانډې جګړه نه کېږي، د ده په وينا افغان ځواکونو د وس په اندازه د دې ډلې پر ضد جګړه کړې ده.
عبدالله عبدالله ونه ویل، چې چا د داعش پر وړاندې د حکومت جګړه سسته بللې ده، خو دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د ولسي جرګې په ګډون ځینو چارواکو داعش مطلق حکومتي پروژه بللې ده.
تېره اوونۍ ولسي جرګې پر حکومت غږ وکړ، چې باید د داعش اړوند ولس ته معلومات ورکړي، دا څوک دي، له کومه شوي او ولې يې پر ضد جدي اقدامات نه کېږي.
تر هغه وړاندې د بلخ جنجالي واکمن عطامحمد نور هم حکومت په تېره ملي امنیت په بلخ کې د داعش پر جوړولو ملامت کړ او په وينا يې حکومت هڅه کوي چې د ده په لرې کولو په دې ولایت کې داعش وسله والو ته زمینه سازي وکړي.
د داعش ډلې له پیدايښت وروسته تر اوسه پورې د ولسي جرګې ګڼو غړو په تېره بیا د دې جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر په زغرده ویلي چې دوی د شواهدو پر بنسټ دا ډله د حکومت، امریکا او پاکستان ګډه پروژه بولي.
د عبدالله میکپ شوی او مفعول ایجړا خبری خو ډیری بی اثره ځکه دی چه دی لمړی د کارمل هلکو وو ، د مسعود د جذبولو او لا تباه کولو د پاره یی عبدالله ( چه هغه وخت نوی ځوان او ښکلی وو ) شغلوی مسعود ته ولیږلو کارمل پوهیدلو جه ټول روسی او چینایی کمونستان د دا ډول بد اخلاقیو سره رږود دی . عبدالله هم د کارمل دپیش بینی له مخی وکولای شول مسعود خپل کړی او د مسعود سره ځان تر ټولو باوری کس جوړ کړی . مګر ډیر نامرده او نمک خرامه وو مسعود یی د… نور لوستل »