fbpx

برتانیه: د پارلمان غړي فحش فیلمونه ګوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د رسمي سرچینو د شمېرو له مخې د برتانیې د پارلمان غړو په شپږو میاشتو کې ۲۴ زره ځله هڅه کړې تر څو د پارلمان په کمپيوټرونو کې لوڅ فیلمونه وګوري.

د آرټي تلویزون د راپور سره سم د تېر کال جون میاشتې څخه بیا تر اکتوبر پوري ۲۴۴۷۳ ځله هڅه شوې تر څو د لوڅ فیلمونو ښودلو سایټونه وکتل شي، چې په دې توګه هره ورځ ۱۶۰ ځله دا کار شوی. خو د سرچینې په وینا د وړم کال ۲۰۱۶ په نسبت اوس هم کم دي، ځکه چې په کال ۲۰۱۶ کې ۱۱۳۲۰۸ ځله دا هڅه شوې وه او په کال ۲۰۱۵ کې تر هغه لا زیات ۲۱۳۰۲۰ ځله هڅه شوې وه.

سرچینه زیاتوي چې که څه هم حکومت په پارلمان کې د رسمي کمپيوټرونو څخه د لوڅ فیلمونو ویب سایټونه بلاک کړي دی، خو بیا هم د پارلمان ۸۵۰۰ کمپيوټرونو باندي فحش او لوڅ مواد کتل کیږي او یا اقلا هڅه یې کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د