
میران شاه: په بمي چاودنه کې ۸ عسکر وژل شوي
نن ټکی آسیا: په میرانشاه کې د پاکستان د فوځ په موټر بم چاودېدلی، چې په ترڅ کې ۸ تنه عسکر له منځه تللي دي.
د میرانشاه څخه ورکړه شوی خبر وایی چې هلته د غلام خان روډ په نامه سړک باندي چاودېدونکي توکې ځای پر ځای شوي وه، او کله چې د فوځ موټر تیریدو، نو چاودنه پر شوې، او اته تنه عسکر یې ځای په ځای وژلي دي.
باید وویل شي چې ددې پيښي تصدیق د پاکستان آرمي د اطلاعاتو شعبې هم وکړ، او زیاته یې کړه چې زخمیان یې د طبي امداد لپاره روغتون ته لیږدولي دي، او په هغو کې هم د اکثرو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
ویل کیږي چې فوځ ددې پيښي په انتقام کې سیمه محاصره کړې، او په وسلوالو په سې يې پلټنه شروع کړې، او د هیلي کاپټر په ذریعه یې په کورونو او د وسلوالو په پتنځایونو ډزي هم کړي.
باید وویل شي چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د بهیر د ختمیدو له کبله ددواړو اړخونو تر منځ کشیدګي زیاته شوي، او یو په بل یې عملیات زیات شوي.
عبد الله – کراچي