fbpx

ایران په ابتدائيه مکتبونو کې پر انګریزي بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ایران په دولتي ابتدائيه مکتبونو کې پر انګریزي ژبې پابندي لګولې ده.

د ایران پر دولتي تلویزون باندي د لوړو زده کړو د شورا مشر مهدي نوید په یوې مرکې کې وویل: ماشومانو ته انګریزي ژبه په دولتي او غیر دولتي ابتدائيه مکتبونو کې ور زده کول د قانون خلاف عمل دی.

د نوموړي په وینا دغه هغه وخت دی چې په ماشومانو کې مونږ خپل د کلتور سره مینه پيدا کوو.

نوموړي همداراز ویلي چې د نصاب څخه بیرون یې هم پر انګریزي درسونو بندیزونه لګولي دي.

په ایران کې د انګریزي ژبې زده کړه د منځنۍ ټولګۍ څخه پيلیږي، کله چې ماشومان د ۱۲ او ۱۴ کلونو په منځ کې وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د