fbpx

امریکا: ټرمپ ټاور اور اخیستی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په نیویارک ښار کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په تجارتي ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

په ټولنیزو پاڼو کې د یادې ودانۍ انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوي چې دودونه ځیني پورته کیږي او د اور وژنې عمله هڅه کوي چې اور مړ کړي.

د نیویارک د اور وژنې ادارې ویلي چې دغه اور نن سهار تر اوه بجو لږ مخکې ولګېد چې دوی یې د وژلو لپاره ۱۲۰ تنه د پيښې ځای ته ور ولیږل.

د امنیتي او اور وژنې ادارې په وینا تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی مالوم، او نه هم په دغه اور کې چاته ځاني زیان رسیدلی دی.

ټرمپ ټاور هغه ۵۸ پوړیزه ودانۍ ده له کومه ځایه چې ټرمپ د ولسمشرۍ تر مخه خپل تجارتونه اداره کول او له همدې ځایه څخه یې انتخاباتي کمپاین پيل کړ چې له امله یې دغه ودانۍ مشهوره شوه.

ټرمپ اوس هم دغه ودانۍ ته ورځي خو د امنیتي سرچینو په وینا د اور لګېدلو پر مهال ولسمشر په پلازمینه واشنګټن کي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د