افغانستان

سرچينه: د توپ مرمۍ لګېدو څوارلس عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولايت له مرکز ترينکوټ څخه يوې امنیتي سرچينې ازادي راډيو ته ويلي، چې تېره شپه د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله څوارلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د طالبانو په بريدونو کې پنځه عسکر وژل شوي دي.

دغې سرچينې خپل نوم نه دی څرګند کړی، خو زياته کړې يې ده چې د توپ مرمۍ په غلطۍ کې د ترينکوټ مربوط د کفترخانې په سيمه کې د ملي اردو پر يوه پوسته لګېدلې، له کبله يې څلور  سرتيري وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې، په همدې شپه طالبانو هم په ياده سيمه کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې پنځه عسکر وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو د دغې بريد مسئوليت منلی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د بريدونو پر مهال نهه عسکر ځای پر ځای وژل شوي او د لنډي کوسي ځينې سيمې يې له دولتي ځواکونو نيولي دي.

طالبان وايي، په دغه جګړه کې يې نهه ميله وسلې او په زياته اندازه پوځي توکي او مهمات هم نيولي دي.

د روزګان امنيتي مسؤولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x