افغانستان

امریکا خپلو افغان ترجمانانو ته پناه ورکوي

نن ټکی اسیا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اوږده انتظاره وروسته پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د دوی له عسکرو سره افغان ترجمانانوته پناه ورکړي.ویل کېږي چې نن به د امریکا د مشرانو او استازو جرګې افغان ترجمانانو ته د ویزو ورکولو په اړه په یوه طرحه بحث وکړي.ټاکل شوې ده چې د دې طرحې په اساس به افغان ترجمانان د ۲۰۱۵ز کال ترپایه د ویزې اخیستلو واک ولري.

دا په داسې حال کې دی چې په هېواد کې ډېری ترجمان له دندې وروسته یا تری تم شوي یاهم په مرموز ډول وژل شوي دي. د پکتیکا په ارګون ولسوالي کې د یو تن وژل شوي ترجمان ـ فهیم ـ پلار د نوموړي د مرګ په وخت محلي رسنیوسره په خبرو کې ويلي و،چې دی باوري دی،چې زوی يې امریکایانو وژلی، ځکه هغه ته يې ډېر رازونه مالوم و او امریکایانو دی ژوندی نه پرېښود.
له دې وړاندې هم داسې ویل کېدل چې افغان ترجمانان به نه یواځې د امنیتي ستونزو له امله بلکې پرد ېخاطر هم چې دوی له امریکایانو سره نږدې پاتې شوي او په ډېرو کړنو کې ورشریک دي، امریکایان نه غواړي چې دوی یواځې پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x