د کورنیو چارو وزارت ۹ منسوبین په حبس محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزرات د دوو پخوانیو مرستیال وزیرانو سربېره ۷ لوړ پوړي منسوبین په حبس محکوم شول.
د افغانستان د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز یاد شوي کسان د خپلو دندو څخه د «ناوړه ګټې اخیستنې» په تور په بېلابېلو کلونو په حبس محکوم کړي دي.
د یادې ادارې ویاند عالم عتیق وايي، د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیالان مرتضی رحیمي په ۳۶ میاشتو او واسع رووفي په ۱۸ میاشتو بند محکوم شوي او د دغه وزارت د تدارکاتو مشر نویدالله بخشي او درې نور کارکوونکي هم په حبس محکوم شوي دي.
د عالم عتیق په خبره، محکوم شویو کسانو له قانونه سرغړونه، له دندو ناوړه ګټه اخیستنه او د لوژستیکي توکو په تړونونو کې د تدارکاتو د قانون نه مراعتولو له امله په حبس محکوم شوي دي.
د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند زیاتوي، محکوم شویو کسانو د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ سون توکو تړونونه له داسې شرکتونو سره کړي وو، چې په شرایطو برابر نه وو او په بانکي حسابونو کې یې په کافي اندازه پیسې نه درلودې.
په محکوم شویو کسانو کې د کورنیو چارو وزرات دوه پخواني مرستیال وزیران، درې جنرالان، یو ډګروال او دوو ملکي لوړ پوړي چارواکي شامل دي.
محکوم شوي کسان تېر کال محکمې ته ورپېژندل شوي وو؛ خو د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یې سږکال محکمه وکړه او په حبس یې محکوم کړل.
د کورنیو چارو وزارت ۹ منسوبین په حبس داسې مهال محکمه کېږي، چې اوس مهال هم په دولتي ادارو کې فساد په اوج کې دی او ډېری لوړ پوړي چارواکي په فساد تورن دي.
افغانستان اوسمهال د اداري فساد په برخه کې د نړۍ پنځم هېواد دی؛ خو د عدلي او قضايي څار د نشتوالي له امله ډېری چارواکي د محکوم کېدو څخه پاتې شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د