افغانستان

وروستیو سیاسي لانجو د «افغانۍ» ارزښت کم کړی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په هېواد کې وروستیو سیاسي لانجو د افغانۍ ارزښت د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې له لاسه ورکړی او ډالر هره ورځ د افغانۍ پر وړاندې خپل ارزښت زیاتوي.
تېره ورځ په کابل کې یو ډالر په ۷۰ افغانیو تبادله کېده او په روانه اوونۍ کې یې ارزښت ۷۱ افغانیو ته هم پورته شوی و.
د شهزاده سرای صرافان وايي، دغه حالت هم عامو خلکو ته او هم صرافانو ته د اندېښنې وړ دی؛ ځکه ډېر خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د صرافانو د ټولنې ویاند محمد هاشم فرزه د افغانستان بانک په بې تفاوتۍ تورن کړی، چې پر وخت ډالر بازار نه وړاندې کوي او دغه حالت د افغانۍ ارزښت راکم کړی دی.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې ارګ او سپیدارماڼۍ په دې ونه توانېدلې، چې د بلخ والي عطاء محمد نور له واک ګوښه کړي، چې د همدغو کشمکشونو له امله افغانۍ د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هره ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د شهزاده سرای د صرافانو ویاند محمد هاشم روضه‌يي بیا وايي، چې اوسمهال د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې پاکستانۍ کلدارې چلېږي او په لویدیځ ولایتونو کې بیا ایراني تومن د راکړې ورکړې پر وخت کارېږي، چې د همدغو بهرنیو اسعارو د چلن له امله هم افغانۍ هم په یوه حال نه پاتې کېږي.
دی وايي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدو سره د خوراکي توکو په بیو کې هم لوړ والی راغلی او وریجو، غوړیو، اوړو او نورو خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.
تېره اوونۍ یو ډالر په ۶۶ افغانیو تبادله کېده؛ خو په روانه اوونۍ کې یې ارزښت ۷۱ افغانیو ته پورته شوی او یوه یورو په ۸۰ افغانیو تبادله کېږي.
پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو د بندیز وروسته بیا افغانیو د کلدارو پر وړاندې خپل ارزښت ډېر کړی او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ۱۰۰۰ افغانۍ ۱۶۰۰ کلدارو تبادله کېږي، چې مخکې یې ارزښت ۱۵۰۰ کلدارې وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x