په سوریه کې د ۲۰۰۰ افغانانو وژل کیدل د ګډ حکومت بل پیغور

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ د فاطميون لوا يوه مسؤل چارواکي له ایرانيو رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ جنګیدونکي ۲۰۰۰ افغانان وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپیان دي.

دغه چارواکي د ایران له شرق ورځپانې سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي چې د سوریې د خپل منځې جګړې له پیله تر اوسه پوري په هغې کې لسګونو زره شیعه افغانانو ګډون کړی چې یوزیات شمیر یې د دوي په باور د دین په خدمت کې شهیدان شوي دي.

د ګډ حکومت یوه لوري د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانو په اړه منفي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې “موږ تل په افغانستان او له افغانستانه بهر د نیابتي جګړې په اړه خپل مخالفت اعلان کړی دی او باید نور د دغه وطن د بچیو وینه د پردیو د ګټو لپاره تویه شي.”

خو د ګډ حکومت بل سهیم د احرائیه ریاست مرستیال محمد محقق تر دې وړاندې په سوریه کې د جنګیدونکو شیعه افغانانو په اړه خپل موقف داسې څرګند کړي:

“له ټولو جنګیالیو که هغه د عراق او سوریې جنګیالي وي یا یې پوځ وي او یا د ایران، افغانستان، پاکستان او نورو ځایونو وي او په دې جګړه کې یې برخه اخیستې او بریالي شوي، د زړه له کومې مننه کوم.”

محمد محقق چې په تیر نومبر کې په یو رسمي سفر ایران ته تللی و، هلته یې د” محبان اهل بیت “ په نوم دولتې غونډه کې نه یوازې په سوریه کې د ایران له خوا د استول شویو افغان هزاره جنګیالیو ستاینه وکړه ، بلکې د هغوي د ستاینې تر څنګ یې یاده جکړه د اسلام او کفر تر منځ جګړه وبلله.

که څه هم چې هغه مهال د اجرائیه ریاست ویاند د محقق څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله خو محقق له خپل موقف نه په دفاع کې وویل چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني چې په یمن کې د شیعه حوثیانو په مقابل کې د سعودي حکومت ملا تړ کوي زه حق لرم چې په ایران کې د بشار الاسد حکومت په ملاتړ د شیعه جنګیالو ستاینه وکړم.

یواځې محقق نه ؛ بلکې د هغه ترڅنګ د حکومت د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم ویاند بشیر احمد تینج هم د محقق د دریځ په تائید سره د هغه حمایت وکړ او په سوریه کې یې د فاطمیون لواء په تشکیلاتو کې د افغانانو مشارکت تقدیر کړ. د سوریې په کورنۍ جګړې کې د افغان شیعه ګانو مشارکت د مذهبي لاملونو ترڅنګ ډیر اقتصادي او امنیتي عوامل هم لري چې هغوی یې هلته ځان وژنې ته مجبور کړي دي.

ډیر ځله کورنیو او نړیوالو رسنیو په سوریه کې د دغو افغان اجرتي جنګیالو بوږ نووونکي ویډیو ګانې نشر کړي چې د بشار الاسد د مخالفینو لخوا نیول شوي او کړول شوي ، خو دوی وايي چې مونږ ایراني او افغاني شیعه چارواکو دلته د مادي امتیازاتو د راکولو په عوض کې را لیږلي یو.

د سوریې په داخلي جګړه کې د افغانانو ګډون او هلته د لسو زرو کسانو مرګ ژوبله د ګډ حکومت لپاره یوبل فضیحت دی چې په نورو سلګونو فضیحتونو سربیره ورسره مخ کیږي.

د سوریې په کورني جګړه کې د افغانانو مشارکت یواځې د همدې لسو زرو په مرګ ژوبلې کې نه خلاصه کیږي ، بلکې هلته د هروژل شوي شیعه جنګیالي په عوض کې به د افغانستان په داخل کې لس نور شیعه افغانان د داعش لخوا د سوریې د اهل سنت اوسیدونکو د انتقام په پلمه وژل کیږي …

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

Why would Mohaqiq defend sending young Afghans to other countries to fight in war based on religious purposes.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

why not Mr. mha!
we occupied or colonized country, some warlord as Mr. Mohaqiq and other run the country they are free to kill afghan or any other action as long as the occupiers profits are protected

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه خپله شیعه نه یم، البته د شیعه سره دښمنی هم نلرم، هغوی هم ما غوندی د خدای مخلوق او د پېغمبر امت او د ابراهیم علیه السلام ملت دی خو خبره داده: دا موضوع یا باید د مذهبی انګېزې له زاوئې وڅېړل شی یا د ملی- انسانی انګېزې له زاوئې او دواړه لیدونه باید سره ګډ نه شی. ۱- د مذهبی نګاه نه: په سوریه کی ځینی اماکن وجود لری چه د مذهبی نظره شیعه ته د تقدس وړ دی او په ضمن کی د یهودو پلاس جوړی شوی ځینی تکفیری او وهابی او داعشی کړۍ هڅه درلوده یا… نور لوستل »