کرېکټ: نیوزیلینډ یو ځل بیا په باران ځپلې لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نن د سې شنبې په ورځ د نیوزیلینډ په نلسون ښار کې د پاکستان او کوربه هیواد تر منځ دویمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه تر سره شوه چې پاکستان په ۸ وکټونو وبایلله.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه، خو د سر درې لوبغاړي تر ۴۰ منډو مخکې وسوځېدل.

اظهر علي ۶، امام الحق ۲ او بابر اعظم ۱۰ منډې جوړي کړې.

وروسته محمد حفیظ ۶۰، شاداب خان ۵۲، حسن علي ۵۱ او شعیب ملک ۲۷ منډې جوړي کړې.
پاکستان په بیټنګ کې د ناکامۍ باوجود وتوانېد چې ۲۴۶ منډو ته ورسیږي.

کله چې د نیوزیلینډ لوبډلې بیټنګ پيل کړ، تر دوه وکټونو سوځېدلو وروسته باران شروع شو، چې له امله یې لوبه ودرېده. او د لوبې پوره کولو لپاره امپایرانو پرېکړه وکړه چې هدف به ۱۵۱ وي او د اورونو شمېر به ۲۵ وي. چې د نیوزیلنډ دوه لوبغاړو «مارتین ګوپتیل ۸۶» او «روس ټایلر ۴۵» په اسانۍ سره تر لاسه کړ.

مارتین ګوپتیل د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

باید وویل شي چې د روانې میاشتې پر ۵مه نېټه هم ددواړو هیوادونو تر منځ لوبه تر سره شوه چې په ورته توګه د باران سره مخ شوه او پاکستان په ۶۱ منډو وبایلله.

ټاکل شوې چې ډواړې ډلې پنځه یوه ورځنۍ لوبې وکړي چې دریمه لوبه یې درې ورځې وروسته د جنوري پر ۱۲ مه تر سره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د