نړۍ

امریکا غواړي قادیاني مذهب په پاکستان کي د اسلامي مذهب په نوم اعلان شي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د وژل شوي وزیر اعظم ذولفقار علي بوټو یوه کارنامه دا هم شمېرل کیږي، چې نوموړي د قادیاني مذهب څوک چې د نبي صلی الله علیه وسلم په ختم نبوت ایمان نه لري، او د هغه وروسته د نبيانو راتګ او د احمد رضا رباني په نامه یې ځانته یو نبي هم نیولی، کفار اعلان کړي، او د پاکستان په قانون کې هغوی ته اوس د غیر مسلم په سترګه کتل کیږي.

خو په دې ورستیو کې د پاکستان د امت اخبار د یوه ځانګړي راپور سره سم ویل شوي چې امریکا او د اوباما خصوصي نمایندګان پاکستان ته لیږل شوي، تر څو په پاکستاني حکومت فشار راوړي، او د قانون څخه د قادیانیانو د کفر مادې او همداسي د توهین رسالت مادې ختمي کړي.

ویل کیږي چې په دې سلسله کې د اوباما له خوا د اسلامي هیوادونو کانفرانس ته نماینده ارشاد حسین او د همدې ادارې لپاره د امریکې نایب سفیر ارسلان سلیمان د پاکستان د مذهبي امورو د وزیر او وزیر مملکت سره کتلي، او همداسي هغوی وخت په وخت د حکومت د اعلی چارواکو سره ګوري، خو ویل کیږي چې تر اوسه یې کومه خاص لاسته راوړنه نه ده لرلې.

د راپور سره سم که چیري امریکا وتوانیږي چې په پاکستان کې د قادیانیانو ټولنه او مذهب په مسلمانانو تیر کړي، نو وبه کړای شې چي د هغوی په واسطه په سیمه کې زیات شمېر اهداف تر لاسه کړي، ځکه چې دغه ټولۍ انتهائي منظم او په پاکستان کې لوړو چوکیو او اقتصادي منابعو ته په پراخه کچه لاس رسی لري.

د پاکستان پخواني وزیر اعظم ذوالفقار علي بوټو په اړه ویل کیږي چې هغه په خپل اخیري شپو کې کله چې د جنرال ضیا له خوا بندي شوی وو، ویلي وه چې امریکا په پاکستان کې قادیانیانو ته هغه کردار ورکول غواړي، کوم کردار چې اوس یهودان په امریکا کې تر سره کوي، یاني غواړي چې قادنیان میډیا، اقتصاد او سیاسي واک ته ورسول شي.

ویل کیږي چې اسلامي کانفرانس ته د اوباما خصوصي استازي ارشاد حسین په پاکستان کې د مولانا سمیع الحق، د مذهبي امورو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف او وزیر مملکت پير امین الحسنات سره ملاقاتونه کړي، او ځیني غیر موثیقي سرچیني دا هم وايي چي د اوباما استازی خپله هم قادیاني دي.

په داسي حال کې چې په دولتي چارواکو کار روان دی، او په هغوی باندي فشار راوړل کیږي، تر هغو پوري په پاکستان کې مختلفو بهرنیو مؤسسو ته هدف ورکړه شوی، تر څو د عامو خلګو ذهنونه جوړ کړي، او ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره د امریکا څخه خصوصي فنډ هم تیار شوی، تر څو ښه په پراخه کچه پروپاګند وشي، او قادیانیان په پاکستان کې د یو مظلوم اقلیت په توګه خلګو ته ور وپيژندل شي.

باید وویل شي چې د قادیاني مذهب هغه وخت ایجاد شوی، کله چې برتانیا په هندوستان واکمنه وه، او د مسلمانانو له خوا د هغوی په خلاف جهاد پیل شوی وو، ویل کیږي چې برتانیا د جهادي صف د کمزوري کولو لپاره د خپل جاسوس او غلام احمد رضا په واسطه کوشش وکړ چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه واچوي، نوموړي لومړی خپل ځان ولي االله او وروسته نبوت اعلان کړ، او د نبي صلی الله علیه وسلم د ختم نبوت څخه یې انکار وکړ.

د نوموړي خلیفه ګان اوس هم شته، چې په برتانیه کې استوګن دي، او له هغه ځایه د احمدیه په نوم تلویزون باندي نشریات کوي.

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x