شنونکي: له دریو برخو دوه برخې اساسي قانون نقض شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): څورالس کاله وړاندې د افغانستان لپاره اساسي قانون په دوولسو څپرکو او ۱۶۲ مادو کې تصویب شو.

د شنونکو په باور تر څوارلس کاله تېرېدو وروسته لا هم د دې قانون له دریو برخو دوه برخې پخپله د حکومت له لوري نقض شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکي قاضي محمد حسن حقیار مسیر ورځپاڼې ته ویلي، روان حکومت د اساسي قانون په ماتېدو رامنځته او تر ننه د قانون په تر پښو لاندې کولو سره پر مخ روان دی.

حقيار وايي، په ټول قانون کې داسې فصل نشته چې کومه ماده دې یې نه وي نقض شوې.

په وينا يې تر څو چې پخپله چارواکي قانون ته ژمن نه شي، خلک يې منلو ته نه تيارېږي.

د حقوقپوهانو په وينا د اساسي قانون له ۱۶۲ مادو پوره ۹۴ پخپله د حکومت له لوري تر پښو لاندې شوې دي.

مسیر ورځپاڼه د یو بل سیاسي شنونکي ولی الله شاهین له خولې لیکي، چې که په هېواد کې د قانون د تطبیق لپاره هڅه شوې وای، د اوسنیو ډېرو خپل سریو مخه به نیول شوې وه.

اساسي قانون کې د د دولت دندو او مکلفیتونو، د اتباعو اساسي حقونو، د حکومت جوړښت او دندو، د ملي شورا جوړښت، لویې جرګې، د قضایه قوې جوړښت، د افغانستان ادارې جوړښت، بېړني حالت، د اساسي قانون تعدیل، متفرفه او انتقالي حکومتونو اړوند مادې راغلې دي.

روانه اوونۍ کې د اساسي قانون د کالیزې په مناسبت بېلابېلو غونډو کې سیاسي شنونکو او حقوقپوهانو ان پخپله ولسمشر او پارلمان هم نامشروع وبلل.

پر اساسي قانون د څار کمېټې غړي، ابوبکر متقي خو بیا پخپله بشپړ قانون تر پوښتنې لاندې راوست او دعوه يې وکړه، چې موجوده اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال د تصویب شوي قانون له نسخې سره توپیر لري.

څه موده وړاندې یوه مدني بنسټ پخپله سروې کې دعوه وکړه، چې یوازې له یوې مادې «کابل د افغانستان پایتخت دی.» پرته؛ نورې ټولې نقض شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د