fbpx

آيا امريکا د ايراني لاريون کوونکو ملاتړ کوي؟‎

ليکوال: منيب الرحمان رحماني

دلنډې مودې راهیسې په ګاونډي هېواد ايران کې لاريونونه روان دي،د لاريون کوونکو مشخص رهبر نشته او ګډوډ خلک سره يو ځای شوي.په هېواد د ننه او بهر رسنيو کې ګرم بحث روان دی چې امريکا او اسرائيل د لاريون کوونکو ملاتړ کوي او په ظاهر سره د لاريون کوونکو په ملاتړ اعلاميې خپروي،
خو که تاريخ ته وګورو د امريکا کارونه ډېری وخت د ظاهر سره فرق لري يو کار چې اوس وخت کې شوی وي خلک به رقم رقم تعبيرونه ورکوي خو کلونه وروسته به اصلي موضوع رابرسېره شي او خلک د امريکا لوبې ته ګوته په غاښ پاتې شي.

اوس ځينې داسې پوښتنې را مخته کېږي چې آيا په ريښتيا ايران د لاريون کوونکو ملاتړ کوي؟

د امریکا ګټې د لاريون کوونکو په کاميابۍ کې څه دي؟

او کومې لنډې او اوږدې موخې لري؟

په دې ليکنه کې کوښښ کوو چې دا پوښتنې ځواب کړو.لومړنی لاریون په مشهد کې ددې په وړاندې وشو چې ځينې بنسټونو تاوان وکړ او هغه خلکو چې پيسې يې په سود ورکړې وې د هغوی پیسې یې بېرته ورنکړی او دولت هم د هغوی ضمانت نه و کړی ددې په وړاندې خلک کوڅو ته راووتل چې په لومړيو کې یې شمېر محدود و او وروسته یې دشمېر د زياتيدو سره د‌لاريون موخه هم بدله شوه يعنې د اقتصادي وضعيت د ښه والي له غوښتنو سره د پوره نظام او سياسي دبدلون غوښتلو ته واوښته.

د‌ لاريونونه په لويېدو سره لويديځ مخصوصا امريکا او اسراييلو سمدستي د لاريون کوونکو ملاتړ وکړ.

اوس خپلو پوښتنو ته راګرځو چې دا ملاتړ او په پايله کې یې د لاريون کوونکو د خوښې يو ازاد ايران د امريکا لپاره څه ګټې لري؟ځواب کو.

داسې يو ايران چې ټول بنديزونه ورنه لرې کړل شوی وي ،بې درنو وسلو ايران چې نه سيمې او نه عربي هېوادونو ته ګواښ وي،او نور عرب او سيمه د ايران ډار په زړه کې ونلري دا به څه نتيجې ولري؟

د امريکا ګټې به پکې څه وي؟ بيا به عربي هېوادونه هغه وېره نلري او په عربي هېوادونو کې به د امریکا د عسکرو او اډو پاتې کیدو ته هم اړتيا نه وي.

نو آيا د‌ا د امريکا د ګټو سره سر خوري؟

نه هېڅکله هم نه ځکه امريکا دې سيمې ته د ننوتو لپاره يو عمر کار کړي او داسی په اسانی او خپله رضا ددې سيمې نه وتل يې ډېر ستونزمن ښکاري.

آيا د يو ارام او بې درنو وسلو لرونکي ايران په موجوديت کې به عربي هېوادونه د امریکا څخه په سل هاوو ميليارده ډالرو وسلې واخلي؟

نه هېڅکله هم نه د عربي هېوادونو سره د ايران وېره نه وي نو ډېره لرې ده چې ذوق پرست عربي هېوادونه دې د مجللو هوټلونو په ځاي په وسلو په دومره اندازه پیسې ورکړي.

نو آيا دا د امريکا له ګټو سره سمون لري؟

نه هېڅکله هم نه د امريکا د اقتصاد لويه برخه د وسلو په خرڅلاو ولاړه ده او امريکا به په خپله پښه تېشه ونه وهي.

هغه عربي هېوادونه چې د ايران له ډاره يې د امريکا د معلوم او لنډ مدت ملاتړ لپاره بيت المقدس خرڅ کړ آيا بيا چې د ايران تهديد نه وي عرب به د امریکا هرې غوښتنې ته داسې لاس په نامه ودرېږي؟

نه په دې اندازه او اسانی هېڅکله نه.

نو اوس به درنو لوستونکو دا درک کړي وي چې د‌لاريون کوونکو په ملاتړ او د لاريون کوونکو د‌غوښتنو سره سم ايران د امريکا په ګټه نه دی،

نو بيا دا پوښتنه به هم پيدا شوي وي چې نو بيا ولې امريکا په ظاهره د لاريون کوونکو ملاتړ کوي؟

که پاملرنه وکړو، د امريکا او اسراييلو داسې ښکاره ملاتړ ايران ته دا توره په لاس ورکوي چې لاريون کوونکي د پردي پالی په تور اسانه او ښکاره حتی معقوله لاره وځپي چې دا يو ښکاره د لاريون کوونکو ضد او ايران په ګټه کار دی او ښکاره ده چې امريکا دا کار په ډیر مهارت سره کوی، حتی لاريون کونکي په ځان شکمن کوي چې عجبه ده د سر دښمن اسرايل ددوی ملاتړ کوی، لاريون کوونکو ته خپله دا روحيه ورکوي چې دوي داسې سوچ وکړي چې موږ د‌بهر نه ددښمنانو په واسطه لمسول کېږو.

د امريکا ، اسرايل او انګليستان له ټولو اعلاميو وروسته د ايران مذهبي مشر خپلو څرګندونو کې وويل چې لاريون کوونکي د ايران د دښمنانو له لوري لمسول کېږي او دا د ايران د دښمنانو کار دی.

اوس کولی شو ښکاره ووايو چې امريکا او غرب د لاريون کوونکو په خلاف د ايران ددولت ملاتړ کړی.

دا چې امريکا به اوږده وخت کې ددې ملاتړ څه موخې لري اوس به یې ويل لږ ستونزمن وي خو ښکاري داسې چې امريکا د يو نوي هويتي جنګ تخومونه شيندي او په مناسب وخت کې به په يوه مرمی دوه نښي ولي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود احمد
میلمه
محمود احمد

لیکنه مي ښه په شوق را پيل کړه خو ځینو املائي تېروتنو او د جملو ترمنځ سختګي او غیر رواني په نیمایي کې را باندي پرېښودله.
لیکوال باید لیکنه تر بشپړېدلو وروسته مطالعه او تصحیح کړي ، که له لیکوال تلوار شوی وي نو د نن ملګري یې باید یوځل تر نظر تېره کړي