تصویر؛ له ارشیفه، طالبان له قومي مخورو سره

د غزني والي: طالبان د خلکو په ملاتړ جګړه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني والي عبدالکریم متین وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان مېشت دي او جګړه پر مخ وړي، د ولس ملاتړ ورسره دی.

د متین په وینا که خلک له طالبانو سره همکار ونه اوسي، دوی نه شي کولی په زور د دوی په سیمو کې دومره وخت تېر کړي.

هغه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د هزاره مېشتو ځينې سیمې د نمونې په توګه یادې کړې، چې په وینا يې خلک له طالبانو سره ملاتړي نه دي، دوی هم پکې پراخ حضور نه لري.

طالبانو د جګړې له پیله خپل اړخ بشپړ ولسي مقاومت بللی او دعوه يې کړې چې د ولس پر مټو پر مخ ځي.

د غزني والي هم د طالبانو د دې دعوې پخلی کوي او پر خلکو غږ کوي چې که دوی طالبانو ته ډوډۍ او ځای ورنه کړي پخپله به له منځه لاړ شي.

هغه وايي زموږ ځواکونه د طالبانو پر وړاندې ورته ولسي ملاتړ نه لري او په خبره يې په یوازې سر يې له طالبانو سره جګړه له وسه نه کېږي.

په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا غړي د دې ولایت والي له طالبانو سره په ملګرتیا تورنوي.

د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري او غلام حسین چنګیز وايي چې عبدالکریم متین له طالبانو سره اړیکه لري.

کریم متین دا څرګندونې بې اساسه بولي، خو مني چې په طالب مېشتو سیمو کې ولس د طالب تر څنګ ولاړ دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د