افغانستان

کندهار ته د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د مالیې وزرات ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، د اقتصاد په عالي شورا کې کندهار ته د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا جوړولو تړون لاسلیک شو.
په کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا جوړولو تړون له دوو شرکتونو سره شوی، چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي.
دی وايي، دغه تړون د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت له یوه افغاني او ترکي شرکتونو سره شوی، چې ۱۴ میلیونه ډالر یې حکومت ورکوي او پاتې به یې د نړیوالو مرستو څخه ورکول کېږي او په یوه کال کې به یې چارې بشپړې شي.
د مالیې وزرات د ویاند په خبره، د اقتصاد په عالي شورا د هلمند د زمینداور کانال د جوړولو او په کابل کې د موټرو د تم ځایونو د جوړولو تړونونه هم وشول.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، دغه لمریزه برېښنا به لومړۍ په کندهار کې صنعتي پارک ته ورکول کېږي او پاتې به یې د کندهار په ښاریانو ووېشل شي.
په کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د جوړولو تړون داسې مهال لاسلیک کېږي، چې تېره اوونۍ ترکمنستان افغانستان ته ورادونکې برېښنا د څو ورځو لپاره پرې کړه.
په افغانستان کې د برېښنا د تولید پراخه سرچینې شته؛ خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله په وارداتي برېښنا تکیه کېږي او کورنیو سرچینو ته پاملرنه نه کېږي.
د سیګار د پخوانیو راپورونو له مخې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د برېښنا په برخه کې ۴ میلیارده ډالر مرسته کړې، چې یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالر معلوم دي او پاتې نور چور شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x