افغانستان

بغلان کې سېلابونو سلګونو کورونه وران کړي

نن ټکی اسيا: د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې دغه ولايت کې سېلابونو سلګونو کورونه ويجاړ کړي دي.
د بغلان ولايت د طبيعي پېښو سره د مبارزې ريس محمد نصير کهزاد وايي، چې تېره شپه د سختو سېلابونو او ورښت له امله بغلان ولايت کې سلګونه کورونه او څاروي له منځه تللي دي.
د کهزاد په وينا تېره شپه د پلخمري ښار او پل حصارک ولسوالۍ کې د زيات ورښت له امله سېلابونو سلګونو کورنه وران کړل او د خلکو څارويو او کروندو ته يې هم زيانونه اړولي دي.

په دې وروستيو کې دا څويم وار دی، چې بغلان ولايت کې سېلابونه راځي.
څو ورځې وړاندې د هيواد په شمال او شمال لوديځو فارياب، جوزجان، بادغيس او غور ولايتونو کې هم سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

 

يوه مياشت وړاندې د هيواد په شمال تخار ولايت کې هم د ځمکې ښويدو له امله ګڼ کلي او کورونه د ځمکې لاندې شوي وو.

تېره اوونۍ بدخشان ولايت ارګو ولسوالۍ اب باريک سيمه هم نژدې درې سوه کوره د ځمکې ښويدو له امله تر خاورو لاندې شول، چې تر اوسه يې شپاړس تنه راويستل شوي او نژدې درې سوه اوس هم تر خاورو لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x