افغانستان

کندهار: پنجوايي کې طالبانو دولتي ځواکونه په نښه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر پوستې بريد کړی.

پېښه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د تلوکان د سنلګسر چوک سيمه کې رامنځته شوې.

ځايي امنيتي سرچينې په ډاګه کوي چې د نښتي له امله اوو تنو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرچيني د خبر په اساس په نښته کې ۳ تنه د ملي اردو سرتيري او ۲ پوليس وژل شوي ، همدا راز ۲ نور ژوبل دي.

طالبان چې د بريد مسؤليت مني وايي په بريد کې يې ۹ تنه دولتي سرتيري وژلي ، پوسته يي نيولې ، نيول شوي وسلې يې له ځان سره وړي او رينجر موټر ته يې اور ورته کړی.

پنجوايي د کندهار له امن ولسواليو شمېرل کيږي خو د ژمي په روان موسم کې د طالبانو دا ډول بريد اندېښنه پارونکی بلل کېدای شي.

طالبان او دولتي چارواکي دواړه مني چې په بريد کې له لیزري ټوپکو کار اخیستل شوی او نښتي ټول ټال يو ساعت دوام کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

ملی اردو ؟؟؟؟؟؟ : ملی ، ملی ….. سپیڅلی نوم په سپیڅلی خپلواک هیواد کی کارول کیږی نه په بلواک او اشغال شوی هیواد کی سرتیری ؟؟؟؟؟؟ سرتیری په خپلواکو هیوادو کی د خارجی تهاجم او تیریو دمخنیوی ، د هیواد زمکی د تمامیت او خپل اولس د خوندی ساتلو سپیڅل هدف د ترسره کولو د پاره یوه سپیڅلی اصطلاح ده ، زمونږ هیواد چه اشغال شوی او د اشغالګرو له خوا یو شمیر غریب او بی سوادان یی د خپلو خلکو د وژلو د پاره استخدام ، روزلی، تمویل او تجهیز کړی یعنی هغوی ته یوه لږه اندازه معاش… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x