کونړ: د پاکستان په توغندیز برید کې نهو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کونړ چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ توغندي توغولي دي.

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف خیرخواه وايي، په دې برید کې یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

خیرخواه يې د هغوی توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ دره کې لګیدلي دي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند هم مني چې سرکاڼو کې پاکستاني توغندي لیګدلي دي.

د دې قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، چې پرون – دوشنبه – پر شونکړۍ دره توغندي توغول شوي چې ټپیان يې اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان، چین او افغان چارواکو په ګډه ناسته کې له پاکستانه د توغندیزو بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

تر هغه وړاندې د ملي دفاع وزارت مسوولینو هم رسنیو ته ویلي و، چې له پاکستان سره يې خبرې کړې او نور به افغان خاوره د پاکستاني توغندیو د برید شاهده نه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د