
عربستان: لیبرال لیکوال په لس کاله بند محکوم شو
رئیف بدوی عرب لیکوال په خپل بلاګ کې اسلامي نصوصو ته د توهین په جرم په لس کاله بند محکوم شوی، د سعودي عربستان محکمې د محاکمې له مخې بدوی باید زر دورې ووهل شي او یو میلیون ریاله جریمه شي.
رئیف بدوی په عربستان کې د (سعودي لیبرال شبکه) له بنسټ اېښوودنکو څخه دی، چې په ۲۰۱۲ز کال کې نیول شوی هم و.
د بښنې نړیوالې ټولنې د سعودي عرب دا پرېکړه (شرموونکې) بللې او ترې غوښتي يې دي، چې باید ترې تېرشي.دوی بدوی (عقیدتي زنداني) ګڼلی او د بشرحقوقو له نړیوالې ټولنې يې هم د ده خوشي کېدل غوښتي.
رئیف بدوی تر دې وړاندې له سعودي حکومته غوښتي وو، چې د می اوومه دې د (سعودي لیبرالانو ورځ) ونوموي، چې له همدې امله يې برېښناپاڼه هم تړل شوې وه.