افغانستان

افغان چارواکي: پاکستان دې افغان کډوالو ته یو کال نوره موده هم ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): افغان چارواکي وايي، پاکستان کې دې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره یو کال وخت نور هم ورکړل شي.

پاکستاني رسنۍ د افغان سفیر د مرستیال زردشت شمس په حواله وايي چې د افغان کډوالو د وتلو لپاره یوه میاشت بېخې کمه موده ده.

د افغان کډوالو قانوني اسناد د تېر میلادي کال تر وروستۍ ورځې دوام درلود، چې له هغه وروسته د افغان او پاکستاني چارواکو او يو ان اچ سې ار تر منځ ناسته کې یوه میاشت موده نوره هم ورکړل شوه.

د پاکستاني رسنیو په حواله شاوخوا دوه میلونه او سل زره تنه افغان کډوال هلته مېشت دي، چې نږدې اوه سوه زره تنه يې ثبت شوي نه دي.

پاکستان کې افغان کډوال وايي، چې که څه هم د دوی له اقتصادي منډو ترړو پاکستان ته ډېره ګټه رسېږي، خو ډېری وخت د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاستونو قرباني شوي دي.

د دې کډوالو مشر عبدالغفار شینواري تېره ورځ پېښور کې یوه غونډه کې پورته څرګندونې وکړي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي د پاکستان له لوري د دوه میلیونه انسانانو په حق کې دا ډول پرېکړه د نړیوالو اصول خلاف عمل دی.

پاکستان وروسته له هغه د افغان کډوالو اړوند توند ګام اخلي، چې امریکا پرې تازه د پوځي مرستو د ځنډ فشار راوړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x