طالب په نوم امتیاز اخیستونکی پاکستان اوس د حساب په میدان کې

جمال ایوبي

پاکستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د امریکې ستراتیژیک ملګری دی خو د ناټو له چوکاټه بهر
هغه وخت پاکستان تر هر چا زیات د امریکې لپاره وفادار او په سیمه کې همکار وه امریکې ۸۵۰۰۰زره بریدونه د پاکستان له خاورې پر افغانستان کړیدي، د افغانانو د وژلو لپاره به د امریکې نظامي اسباب د صوبه سرحد له لارې افغانستان ته انتقالیدل چې په هغه وخت کې مولانا فضل الرحمن د صوبه سرحد واکمن وه، همداسې پاکستان په سلګونه طالب او القاعده مشران شهیدان او خرڅ کړل او په عوض کې به یې ډالر هضمول.

کله چې مشرف د بوش په یوه ټیلیفون دې جګړې ته راودانګل په هغه وخت کې اکثریتو پاکستاني سیاستمدارانو به دا جګړه خپله بلله،او دې تګلارې ته به یې د مشرف ابتکارات ویل، په هغه وخت کې یواځې عمران خان او قاضي حسین احمد ددې پالیسې مخالف ول او پاکستان به یې د پردۍ جګړې قربانیان بلل.

په حقیقت کې پاکستان د امریکې لپاره ډیر څه کړیدي دا چې امریکا ولی غوصه ده مهمه نقطه دا ده چې پاکستان د امتیاز اخیستنې لپاره پخپلو هغو کاذبو څرګندونو او وعدو کې راګیر شو، چې تل به یې امریکې، افغان دولت او چین ته په اطمینان سره دا ویل چې طالب زما په لاس کې دی د سولې میز ته حاضرول یې زما لپاره عامه خبره ده دا هغه خبرې وې چې صرف د امتیاز لپاره کاریدلې په عمل کې ډیره ناشونې خبره وه.

په هغه وخت کې طالبان بې وسه ول خو د قوي ایمان، ټینګ عزم او د لوړې حوصلې څښتنان هم ول، چې څو ځل امتحان هم شول اورمچۍ ناسته،د مري غونډه او څلور اړخیزه ناسته یې ښه مثالونه دي.

د یرغل په اولو کلونو کې پاکستان ته د طالب مشران یو دم هجرت هغه څه وکړل چې ځینې طالب مشرانو نیول او امریکې ته وسپارل شول او ځینې یې شهیدان کړل، دې عمل د امریکایې مشرانو باور راخپل کړ او دا د ذهنیت سازی لپاره مؤثره نسخه هم وه، نو ځکه امریکایې مشرانو فکر وکړ چې طالب مشران له دوې سره دي ، نو ځکه یې د باور کچه هم لوړه شوه او د پاکستان په دوه رنګۍ تیر وتل، خو په حقیقت کې هر څه برعکس ول.

د امریکا ټول بندیزونه او اخطارونه پر دې دي چې پاکستان باید طالبان حاضر کړي ځکه په 2001کلونو کې یواځې امریکایې راج چلیده خو د امریکا د غلطو پالیسیو په نتیجه کې اوس په سیمه کې څلور طاقتور هېوادونه نور وزیږیدل چې د امریکا لپاره نور ددې جنګ اوږدیدل د زوال معنا لري، نو ځکه د پاکستان په سیاست او په دوه مخۍ توب یې توند غبرګونونه راپاریدلې دي چې دا یو جدي غبرګون دی.

که امریکا پاکستان بمبار او یا هم اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي، طالب به د خپلې پاکې مبارزې څخه پر شا نکړي او نه به طالب د معاملې لاره اختیاره کړي، طالب مشرانو د پاکستان په زندانونو کې خپل روحونه الله ته ورکړل زنځیرونه یې په لاسونو کې وراسته شول خو د هېواد په حق کې یې یوه ذره خیانت ته هم غاړه نده ایښې او نه یې خپله سیاسي خپلواکي له لاسه ورکړې

د شهید ملاعبیدالله اخند هغه خبره چې معصوم ستانکزي ته یې کړی وه، وایی: که مونږ ټول هم د پاکستان په جیلونو کې شهیدان شو خو بیا به هم د پاکستان په خوښه د کابل سره خبرې ونکړو.

نو ځکه وایو چې د جغرافیی په بدلیدو سره فکر او مسیر نه بدلیږي او نه به دغه کامیابیدونکې مبارزه پرې ښودل شي.

من أعان ظالما سلطه الله عليه

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د ایوبی صاحب د لیکنی سره توافق لرم حقایق یی لیکلی مګر د یوی مسلی سره یی توافق نه لرم او هغه دا جه ایوبی صاحب لیکی چه بی شرف د بوش په یوه تلیفون د غلامی هار په غاړه کی واچولو . دوهم صلیبی جنګ ( دهشتګری ) جنګ رامنځته کول تصادفی نه وو ، له هماغه وخت څخه د دی پروژی د پاره کار پیل شوی کله چه ریګن د افغان مجاهدینو مقاومت باندی باوری شو چه روسانو ته ماتی ورکولی شی نو تش په نامه جهادی مشران یی په لویه بیه رانیول او د سوړجنګ د غلامی… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

بسم الله الرحمن الرحيم دافغانستان داسلامى امارت مبارزه يوه حقه اودفاعى مبارزه ده زما په فکر دامارت علماء اومشران به هيڅکله داسى کردار خپل نکړى چى هغه به دفدايي شهيدانو له وينو سره خيانت وى او داسلام پاک دين به په دوى بدنامه نه سى انشاءالله