غني: وکيلان دې د سفارشونو لپاره وزارتونو ته نه ورځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ملي شورا غړو ته خبرداری ورکړی، چې وزارتونو ته د ګومارنو او سفارشونو لپاره له ورتګه ډډه وکړي.

ولسمشر غني د کورنيو چارو وزارت د پولیسو اکاډيمي کې د نوو پوليسو د فراغت غونډې ته په وينا کې وويل: «که وکيلان وزارتونو ته د سفارش يا ګومارنو لپاره ورځي، نومونه دې يې وليکل شي.»

اشرف غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو ته په اشاره وويل، چې خلک په زوره او فشار په وزارتونو کې مقرروي.

غني زياته کړه، چې دی هېڅوک په واسطې او فشار نه ټاکي؛ ځکه چې دغه ډول خلک بيا په خپلو کارونو کې پاتې راځي.

دی وايي: «څوک، چې په پيسو او واسطو مقرر شوي وي، هغو په خپلو کارونو کې پاتې راځي او يا هم سبا غلا او رشوت کې ککړ وي.»

غني په داسې حال کې وکيلانو ته د سفارشونو نه کولو خبرداری ورکړی، چې ګډ حکومت د خپل وجود له پيله په سياسي جوړجاړي جوړ شوی او له وزارتونو نيولې، ډېری ریاستونو او حتا د تعليمي ادارو او پوهنتونونو مهمې څوکۍ هم په سياسي وفادارۍ، توکمپالنې او رشوت ورکول کېږي.

د ساري په توګه د بهرنيو چارو وزارت ډېری کارکوونکي د بهرنيو چارو وزير صلاح الدین رباني له کړنو سرټکوي، چې يوازې د خپل قوم او ژبې خلک په وزارت او سفارتونو کې مقرروي، همدارنګه د ننګرهار او کابل پوهنتونونو رئیسان هم داسې خلک ټاکل شوي، چې تر دوی نور اهل کسان وو او د دوی د ټاکل کېدو یوازیني لامل له ولسمشر غني سره سياسي وفاداري ښوول شوې ده.

د کابل پوهنتون په تاريخي کې دا لومړی ځل دی، چې حميدالله فاروقي د پوهنمل په مرتبه کې د پوهنتون رئيس دی او قانون دا دی، چې د هر پوهنتون رئیس بايد پوهان وي.

ډېری کارپوهان وايي، چې د ولسمشر غني ګواښونه يوازې شعاري بڼه لري او په عملي توګه د سياسي مداخلو او سفارشونو مخنیوی ناشونی بريښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د