اولادونه په پردېس کي (دوهمه برخه)

لیکنه: محمد قدوسي

د ژوندانه په اړوندو چارو کي دوالدینو د مصروفیت تر څنګ ځېني نور بهرني عوامل دي چي د ماشوم دشخصیت په جوړښت کي د زهرو حیثیت لري، لکه لیدلي او لوستل شوي خپرندویه وسائل چي د فحشاء او بې حيايي لور ته انسان وربولي ، هغه نجوني او هلکان چي دوی ورسره ددوستي اړېکي نښلوي، دا ټول هغه شيطاني مؤثرات دي چي ديوه مسلمان نسل شرف او پاکي له مېنځه وړي، له اسلامي ادابو او اخلاقي ارزښتونو څخه يې بېلاري کوی، دهغه مزاج او غوښتني د انحراف لورته خوځوي چي په نتېجه کي يې غالباً په نشه يي توکو، ناروا جنسي اړېکو، لواطت او نورو اخلاقي تباه کوونکيو رنځونو اخته کوي او داټول دلوېدېز د فرهنګ سوغاتونه دی چی زمونږ نوی نسل يې که پاملرنه ورته ونشي له خپلو ځانونو سره خپلو ټولنو ته دبېرته ګرزېدلو په وخت کي وړي چي عُمده او بنسټېز عامل يې دوالدینو بې پروايي وي اسلام دې ستر مسئوليت ته مونږ داسي متوجه کوي :

عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال : سمعت رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يقول: كلكم راعٍ ومسؤولٌ عن رعيته؛ فالإمام راعٍ ومسؤولٌ عن رعيته، والرجل في أهله راعٍ ومسؤولٌ عن رعيته، والمرأة في بيت زوجها راعيةٌ ومسؤولةٌ عن رعيتها، والخادم في مال سيده راعٍ ومسؤولٌ عن رعيته. فكلكم راعٍ ومسؤولٌ عن رعيته (البخارى بسند صحيح)

عبد الله بن عُمر رضي الله تعالی عنهما وايي چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه فرمايي: په تاسو کي هريو شپون (څارونکی) دی او دالله تعالی په وړاندي به دهغه څه په هکله به پوښتنه اوګروېږنه ورڅخه کېږي کوم چي يې تر واک لاندي وي، نو پاچا او واکمن دخپل ولس مسئول دی، نارېنه دخپلي مېرمني او کور مسئول دی، مېرمن دخپل نارېنه په کور کي څارونکيه ده او دخپلو اولادونو مسئوله ده، نوکر او چپړاسي دخپل بادار دشتمنۍ اومالدارۍ مسئول دی، نو په تاسوکي هريوشپون (څارونکی) دی اوهر يول دخپل تر واک لاندي امانتونو مسئول دی .

همدا ډول پلرونه او مېندي او بيا دکور نور مشران دخپلو اولادونو او نوي نسل په هکله دالله تعالی په وړاندي مسئولیت لري، دهغوی حیثیت دشپون دی چېرته چي يې د پُسونو خیر وي هلته يې څړوي او چېرته ورته ګواښ متوجه وي له هغه ځايه يې راګرزوي او هغو څړځایونو ته يې نه اېله کوي چېرته چي پوهېږي خطر ورته متوجه دی الله تعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ (التحريم: من الآية6)

اې داېمان څښتنانو وساتئ خپل ځانونه او خپل دکور افراد (مېرمن او اولادونه) له هغه اوره (ددوزخ) چي اوربل به يې انسانان او ډبري وي .

دا ضروري نه دی چي مسلمان له عذابه ځان وساتي بلکه ورته په کار ده چي ددې هڅه وکړي چي ځان او اولادونه، مېرمن اونور هغه نژدې خپلوان چي اغېزه ورباندي لري ټول له هغه ځایه لېري کړي چېرته چي ورته ددنيوي او أخروي الهي عذاب ګواښ متوجه وي .

دماشوم روزنه څه وخت باید پیل شي؟

ځېني پلرونه او مېندي خپل اولادونه تر هغه وخته پوري خپلي مخي ته پرېږدي ترڅو چي ستر شي او د عمر داسي مرحلې ته دننه شي چي له ښووني او روزني څخه ووزي، دهغوی په خټه کي لا پروايي او نه سمبالښت ټېنګ شي او دا له ماشوم سره دزړسوي او عاطفې يو سرچپه تعبیر دی لکه چي له سلفو صالحینو څخه يو اثر رانقل شوی دی ځېني وايي چي دا دعُمر رضي الله تعالی عنه قول دی .

لاعب ولدك سبعاً وأدبه سبعاً وصاحبه سبعاً ثم اترك حبله على غاربه .

تر اُوو کلونو پوري له خپل ماشوم سره لوبي کوه، او بيا اُوه کاله ښه خویونه ورښیه، او بيا اُوه کاله ورسره ملګری اوسه، او بيا يې په غاړه پړی ورواچوه او خپلي ته يې پرېږده .

دا نېک وصیت د ماشوم روزنه په دریو مراحلو وېشي او دهري مرحلې لپاره دوالدینو مناسبه کړنلاره ټاکي،. رېښتيا هم ماشوم له زېږېدني وروسته بيا تر اُوو کلونو پوري دوالدينو پرېماني مېني او لوبو ته فطرتاً اړتيالري پدې وخت کي په کار دی چي والدین په ډېر نرمښت او مېنه ورسره لوبي وکړي ترڅو هغه داسي بڼه وروزل شي چي تشدد او سخته رويه يې په سلوک کي ځای ونه نیسي.

دوهمه مرحله هغه ته دښو خویونو او عادتونو ورښودل دی پدې مرحله کي والدينو ته لازمه ده له ټولو هغو وسائلو او امکاناتو څخه چي په واک کي يې لري او اغېزمن وي دماشوم په اخلاقي روزنه کي کار واخلی، نصېحت ورته وکړي، ښه اخلاقي تګلاره ورسره خپله کړي چی هغه يې پېښې وکړي، والدین لکه چي مخکي مووویل د خپلو اولادونو لپاره ترهرچا دمخه غوره قُدوه وي، ماشوم له اُومه کاله وروسته بيا تر څوارلسم کال پوری هر هغه څه په ډېره اسانتیا سره مني چي والدین اومشران يې ورته وايي او داسي دهغوی نصیحتونه او توصيې په زړه کي نقش کېږي چي بيا يې دژوند ترپایه نه هېرېږي ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

مروا أولادكم بالصلاة وهم أبناء سبع، واضربوهم عليها وهم أبناء عشر، وفرقوا بينهم في المضاجع  (أبو داوود).

کله چي ستاسو اولادونه اُوو کلونو ته ورسېږي بيا تاسو ورته دلمانزه دکولو حُکم کوﺉ او چي لسو کلونو ته ورسېږي (او لمونځ نکوي) ورباندي وهئ يې، او (له لس کلنۍ وروسته يې) دخوب ځایونه بېل کړﺉ .

ددې مبارک حدیث له مخي يې د تربيې او پالني دوهمه مرحله پیل کېږي ځکه چي پدې وخت کي ماشوم په ذهني لحاظ دېته چمتو وي چي هغه خویونه په اسانتیا سره خپل عادت جوړ کړي کوم چي ورته دوالدينو لخوا ښودل کېږي اوکه په دې مرحله کي د هغوی اخلاقو او فرائضو ته پاملرنه ونشي بيا وروسته روزنه او ښوونه ګټه نه رسوي الله تعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (58) وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (النور: 59)

اې مؤمنانو! په كار ده چې ستاسو مريان ،  وينځې او هغه ماشومان مو چې لا د پوهې عمر ته نه وي رسېدلي، (د ننوتلو په وخت كې) درې ځله اجازه درنه وغواړي: د سهار لمانځه نه مخكې، غرمه مهال چې كله تاسى جامې باسئ او د ماسختن لمانځه نه وروسته دا درې ستاسو دپاره د پردې وختونه دي، له دې وختو پرته نه پر تاسې څه ګناه شته او نه پر هغوى، تاسو (ټول) يو بل ته بيا بيا ورتلونكي ياست، همدغه شان الله ستاسو دپاره اّيتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى او كله چې ستاسو ماشومان بلوغ ته ورسېدل نو بيا دې هماغه شان اجازه غواړي لكه چې له دوى مخكې (مشرانو) يې اجازه غوښتله، الله همدغه شان خپل اّيتونه درته بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى .

دا قرآني آیت زمونږ پام دېته اړوي چي دماشوم روزنه وختي پیل شي مخکي له دې چي بلوغ ته ورسېږي چي هغوی ته باید ددې حُکم وشي چي په ځینو ټاکلیو وختونو کي دننوتلو لپاره اجازه واخلي دا ددې لپاره چي مخکی تر لويښت دهغوی روزنه پدې ډول ښو خویونو باندي وشي، دماشومتوب په مرحله کي ماشوم په ډېره اسانتیا سره هره خبره او لارښوونه مني

يقول عمر بن أبي سلمة   رضي الله عنه   : كنت غلاماً في حجر رسول الله -صلى الله عليه وسلم  وكانت يدي تطيش في الصحفة فقال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا غلام، سمّ الله، وكلْ بيمينك، وكلْ مما يليك. فما زالت تلك طعمتي بعد. (البخاري) .

عمر بن أبي سلمة رضي الله تعالی عنه فرمايي چي زه ماشوم وم او درسول الله صلی الله عليه وسلم په غېږ کي ناست وم دخوراک په کاسه کي مي لاس يوه او بله خوا خوځاوه رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: اې هلکه! بسم الله ووايه او په ښي لاس خوراک کوه او کوم چي درته نژدې وي هغه خوره. بيا ما له هماغي ورځي وروسته په همدغه توګه خوراک کاوه .

نور بیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.