پښــــتو ادب

د نړۍ سياسي سټيژ

 

ويليام شکسپېروايي:ټوله نړۍ يوسټېژ دى،ټول نارينه اوښځينه يې لوبغاړي دي، د دې سټيژ ځينې کرکټرونه قهرمانان اوځينې بيا ناوړه اشخاص دي. هغه اعمال چې په دې سټېژ باندې سرته رسېږي.ځينې وخت له هيجانه ډک اوکله بيا له غمونوډک وي.که څه هم عدالت سرته رسېږي،خوخبره تل داسې نه وي،مګردخپل ټول پرله پېچلي توب سره ،نړيوال سټېژ ته پاملرنه په کارده.

د دې سټېژ اساسي لوبغاړي دولتونه دي. او تقريبا  دوه سوه هيوادونه چې د دې سټيژ  اساسي لوبغاړ ي دي ،لکه څرنګه چې په عادي ډراموکې هرلوبغاړى په ډېر حسادت سره دخپل شهرت دپاره زيار باسي دا لوبغاړي(دولتونه) هم دخپل ملي حاکميت دساتنې او دفاع له پاره هڅې کوي.
دملي حاکميت ساتنه د دولتونوبين المللي حق دى.خو دګاونډيوهيوادونو ځمکني بشپړ توب ته يې ژمنتيابيا بين المللي وجيبه ده.که څه هم اوس مهال ځمکني ښکېلاک خپل ځاى تقريبا فکري استعمارته پرې اېښى دى.خوبياهم ځينې هيوادونه شته چې دخپل ورځ پر ورځ زياتېدونکي قدرت له کبله نه يواځې داچې دنورو هيوادونو دضمير اوفکر غلام ګرځولو هڅې کوي.بلکې غواړې چې په سياسي او اقتصادي لحاظ يې هم تسخير کړي.ځينې خو يې دومره طغياني شي چې غواړي د اتنيک اوتوکم له اړخه يوملت په خپل ځان کې مدغم کړي.هرکله چې موږ بشري تاريخ مطالعه کوو نو ډېر ى په کې دانساني ټولنو ترمنځ دقدرت طلبۍ،دعقيدې ترويج،دځمکوپراختيا او پرنورو دخپلې بادارۍ منلوپرسرخونړۍ جګړې وينو.هرڅومره چې له پرون نه دنن پرلور يو ګام زيات اخلو هغومره دبشري ټولنو تکامل بهيرفرق کوي.فطرت په خپله غېږه کې داسې څه لرل چې ځينې يې بيا مضر تمامېدل.
هغه څه چې انسان ته ترې زيان رسېده، دده دپاره په کاروو چې دخپل شعوري ځواک په مټ يې له ناوړه اغېزو ځان ته نجات ورکړي.په څنګ کې هغه څه چې ده ته په زړه پورې و،هغوته يې د ورنږدې کېدلو هوډ وکړ.باد او باران چې سمڅه وکيني اوځان خوندي کړي.دګېډې مړولو په تکل په ښکارپسې ووت، دښکار دلاسته راوړلوآلې ضرورت يې حس کړ.لاره ترې ورکه وه، نه پوهېده چې څه وکړي،اخوا دې خوا يې مخ واړاوه. چې ښه ځير شونوپه غرڅه کې يې سترګې ښخې شوې چې دکوم ځناور سره په جنګ ده ،اوپه خپلوتېرو ښکرونو ورسره مقابله کوي.دهمدې نه پر برداشت سره يې وکولاى شول چې غشى جوړ کړي.دفطرت مهرباني اوسختي د انسان په بدني او ذهني پرمختګ ياوروسته پاتې کېدو کې ډېره برخه اخلي .انسان دفطرت څخه ډېرڅه زده کړي دي.دمثال په توګه: ده په لومړي سرکې حيوانات د ځان تابع او اموخته کړل. وروسته يې دهمدغو اصولوپر بنسټ يې انسانان غلامان او تابع کړل.
دخپل کور جوړولو تصور يې په لومړي سرکې دمرغانو دځالګيو څخه واخېست. د ده کالي دحيواناتو څرمنې او دمرغانو وزرونه و.دکښتۍ جوړولو طريقه يې دماهيانوڅخه زده کړه.مار ده ته دا سبق  ورکړ چې دوسلې په زهرو ولړي. غرض دا چې پربشري ژوند چې فطرت کومې اغېزې ښېندلې دي. د انسان دژوند کولو اوسني معيارونه او نننى تهذيب دهغه شاهدان دي.
(هرډر) په ځانګړي ډول  د انسان او فطرت  د اړيکو دبېلابېلو اړخونو څخه د روښانه کولو هڅې کړې دي،مثلا هغه وايي: ((د فطرت دا اصول دي چې زمريان او پړانګان دې په شمېر لږوي،پسونه ،چرګان او کمزوري مرغان دې په شمېرکې زيات وي.همدغه څرنګوالى په بشري تاريخ کې هم دى.بخت نصر،کېمبيسس،سکندر،اتيلا او چنګيزخان غوندې ظالمان په شمېرکې لږوي، او زيات شمېرولسونو اوسوچه خلکو وي))
د انسان اوفطرت په دې کشمکش کې ((هرډر)) دهيلې اړخ ته ګوري اويو ځاى زياتوي: انسان پرفطرت بريالى شوى دى،د استوګنې له پاره يې ځنګلونه پاک کړل، د کرهڼې له پاره يې شاړه ځمکه چمتوکړه،وحشي حيوانات يې اموخته اوخپل تابع کړل. همدا ډول په ده کې دومره توان شته چې دټولنې څخه د ورانکارۍ توکي ختم کړي. ظالمان ،ديکتاتوران او فرعونان له منځه يوسي او دامنيت په ښکلاښکلې نړۍ ودانه کړي.

لیکوال: حضرت الله جرئت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x