
کندهار: پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د کندهار هوايي میدان ته څېرمه د دامان ولسوالۍ په (حاجي ده) کلي کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان چاودنه شوې.
د ځايي سرچينو په حواله د چاودني له امله چې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر ټانګ شوې يو ټانګ يې له منځه وړی.
د پيښي قربانیان رومانيايي سرتيري دي او د بريد مسؤليت طالبانو منلی.
د کندهار ولايت د حکومتي چارواکو په وينا په پېښه کې چې نن ماپښين مهال شوې د رومانيا هيواد يو عسکر ژوبل شوی.
طالبان وايي د دوی د ښخ کړل شوي ماين په مټ د بهرنيو ځواکونو ټانګ ټوټه ټوټه شوی او په کې سپاره بهرني سرتيري ټول وژل شوي.
دوی زياتوي چې له چاودني وروسته د بهرنيو ځواکونو ایمبولانس الوتکو د پيښي له ځایه مړي انتقال کړل.