افغانستان

طالبان: روانه مبارزه پردیو ته منسوبول ملي خیانت دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو په هیواد کې روانه «جهادي مبارزه» پردیو ته منسوبول ملي خیانت او لویه جفا بللې.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق د نوم له يادولو پرته د نوموړي هغه تورونه رد کړي، چې ادعا يې کړې وه، چې د طالبانو د مشرانو ادرسونه او مېشت ځايونه په پاکستان کې ورمعلوم دي.

د تيري شنبې په ورځ د ملي محاذ مشر سيد حامد ګيلاني د طالب مشرانو اړوند داسي څرګندوني وکړې چې ګويا په پاکستان کې طالب مشران شتون نه لري او په افغانستان کې تر خپل واک لاندي سيمو کې ځای پر ځای شوي.

د ګيلاني څرګندوني د دولت د لوړ پوړو چارواکو له رد او غبرګون سره مخ شوي، تر دې چې ځينو يې ادعاء وکړه چې په پاکستان کې د طالب مشرانو د استوګنځايونو ادرسونه په لاس کې لري.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د يوې اعلاميې په ترڅ کې ویلي چې مشران یې «د خپل مجاهد ولس په متن او رأس کې قرار لري، د هیواد له نیمايي ډيره برخه يې په واک کې ده او روان جهاد رهبري کوي».

طالبان وايي، مشران او غړي يې په پاکستان يا نورو هېوادونو کې اوسېدو ته اړتيا نه لري او په وينا يې دښمن د خپلو ناکاميو د پټولو په موخه دغه ډول تورونه لګوي.

د طالبانو اعلامیې ټینګار کړی چې د امریکا او ناټو پر ضد روانه جګړه منظمو پلانونو او پرله‌پسې هڅو ته اړتيا لري او له پرديو هېوادونو يې اداره کول ناشوني دي.

قاري يوسف احمدي ويلي، چې کومې کړۍ د طالبانو «جهادي مبارزه» له نورو هېوادونو پورې تړي، په اصل کې د افغانانو د خپلواکۍ او مبارزې هڅې په لوی لاس د نورو په لاسونو کې د غورځولو ناکامه هڅه کوي او دغه خلک يې «د پرديو غلامان» بللي او دا کار یې د هیواد له تاریخ او ازادي غوښتونکي هویت سره «ملي خیانت او ستره جفا» ګڼلې.

یاده دې وي چې څه موده وړاندې د جنرال رازق په ګډون ګڼو چارواکو او د ملي شورا ځينو غړو ويلي و، چې د طالبانو رهبري شورا او مشر يې مولوي هبت الله اخندزاده په سويلي ولايتونو کې د جګړې په اولې کرښې کې جګړه رهبري کوي، خو اوس يې د خپلو خبرو برعکس څرګندونې کړي دي.

داسې هم ويل کېږي، چې جنرال رازق په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي، چې له مرکزي حکومت سره يې اړيکې ترينګلې دي او اشرف غني هم ګواښ کړی، چې نوموړی به له دندې ګوښه کړي او دی هم اوس غواړي، چې د پاکستان او طالبانو ضد څرګندونو باندې خپل حیثیت پر ځای کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

دا خبری چی هر څوک کوی هغه غلام او بی غیرته انسان دی د طالبانو جګړه له اوله تر اوسه پوری د افغانستان د خلاصون لپاره وه او د افغانستان څخه یی رهبری کیی او کوله ، څوک چی دا پورو پاګند کوی دا د هغه بی غیرتی ښه یی او لوی شرم ده چی د امریکا د اشغال لاندی د بیغیرتی او غلامی ژوند کوی د خدای لعنت دی وی په دی غلامانو.

الجاج استاذ بیانزی

واشح او په دآګه شوی چه طالبانو په ډيره پياوړتیا او سپیڅلتیا د هغو مجاهدینو ځآی نیولی چه برون د سره روسی استعمار سره جنګیدل دوی یی یوه برخه او یا د هغو بچیان، ورونه او وریرونه دی که یی سره استعمار ته چه ۲۲ کمونستی هیوادو بدرګه کولو او روسانو یی مشری کوله ، نن تر پرون پیاوړی مجاهدین به خامخا د یهودی استعمار چه د رویانو په ګډون ټوله کفری نړی او د مظلوم بشریت غلامان هم ورسره ملتیا لری په ضد انشالله بریالیتوب تر لاسه کوی . . دا نه د برونو مجاهدینو د مټو زور او… نور لوستل »

نورالدين

دخرہ گاډی چلونکو او دغرب دسپیو او ھوٹلو مزدورانوتہ د(الله جل جلاله) ددین دسرشندنکو ھوډ او ھمت څہ معلوم دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x