ښاغلی ګیلاني په ننۍ غونډه کې یوځل بیا دا خبره تکرار کړه چې ((طالبان د سولې د خبرو لپاره چمتو دي او تېره ورځ يې د پکتيا په جاني خېلو کې د ١٤ اسيرو امنيتي ځواکونو په را خوشي کولو سره وښوده چې دوى سولې او خبرو ته چمتووالى لري))

د پیر ګیلاني خبرې ریښتیا غیر مسؤلانه دي؟

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : وړمه ورځ د ملي امنیت ادارې د محاذ ملي تنظیم د مشر ښاغلی پیر سید حامد ګیلاني د هغو څرګندونو په وړاندې غبر ګون وښود چې نوموړي د تیرې شنبې په ورځ د هیواد له دیني علماوو سره په غونډه کې کړې وې.

نوموړي په یادو څرګندونو کې ویلي و چې طالب مشرتابه په افغانستان کې دی او له بل هر وخت زیات اوس د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

ښاغلی ګیلاني دینې عالمانو ته په خبرو کې ویلي و ((هغه ګنګوسې نورې نه منو، چې وايي د طالبانو مشران په بل ځای کې دي؛ دا له کمزورۍ وايي؛ ځکه چې نور څه یې له وسه پوره نه دي، زور یې نه‎ رسېږي، پلمه کوي. د طالبانو ډېری مشران په خبل وطن کې دي، زه پرطالبانو هم غږ کوم چې دا یې هېواد دی او پر دولت هم چې دا یې هېواد دی او باید سوله وکړي.

خو د ښاغلي ګیلاني دا خبرې د حکومتي چارواکو له مخالفت سره مخ او ټولو یې په وړاندې توند عکس العمل وښود.

همدا لامل و چې ښاغلی ګیلاني اړیستل شو د دولتي چاروکو د غبرګونو په وړاندې متقابل غبرګون وښیئ او د یوې بلې غونډې په ترڅ کې ووايي چې له خبرو يې ناسم تعبير شوى او له رسنيو غواړي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره نوردې موضوع ته لمن ونه وهي .

ښاغلی ګیلاني په ننۍ غونډه کې یوځل بیا دا خبره تکرار کړه چې ((طالبان د سولې د خبرو لپاره چمتو دي او تېره ورځ يې د پکتيا په جاني خېلو کې د ١٤ اسيرو امنيتي ځواکونو په را خوشي کولو سره وښوده چې دوى سولې او خبرو ته چمتووالى لري))

اوس پوښتنه داده چې د ښاغلي ګیلاني په تیرو او اوسنیو څرګندونو کې د واقعیت او یا هم د ملي ګټو خلاف کوم ټکی دی چې د حکومتي چارواکي توند غبرګونونو یې را پارولي دي؟

دا چې ښاغلی ګیلاني وايي طالب مشران په افغانستان کې دی دا حقیقت ولي غیرمسؤلانه او د ملي ګټو خلاف وبلل شي؟

ایا خپله امریکایان په دې عتراف نه لري چې نیمايي افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی؟

ایا په ولسي جرګې کې د هلمند استازي دا اعتراف نه کوي چې د لشکرګاه ښار دریمه حوزه د طالبانو په لاس کې ده؟

ایا خپله دولتي چارواکو تیره میاشت دا تبلیغات نه کول چې طالبانو د روزګان په مرکز ترینکوټ ښارکې ټول صحي مرکزونه تړلې ؟ ایا تیره اونۍ خبري رسنیو د دولتي چارواکو له خولې خبر ورنه کړ چې طالبان د غزني په ښارکې له دوکانونومالیه اخلي؟

ایا په فراه او نیمروز ولایتونو کې دولتي چارواکي پر لویو لارو د طالبانو د ګمرکونو د شتون خبرې نه کوي؟

که طالبان د افغانستان په داخل کې نه وي نو په لښکرګاه، ترینکوټ، غزني ، فراه، نیمروز، کندوز، لغمان ، بدخشان او ټول افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژي د چا په ضد عملي کیږي او امریکایي او دولتي پوځیان بمبارونه او بریدونه د چا په خلاف کوي؟

تیره ورځ پنټاګون د یوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر له ۷ د ۲۰۱۸ میلادې کال د جنورې تر ۸ نیټې پوري په افغانستان کې ۲۲۶۳ امریکايي سرتیري وژل شوي او ۲۰۲۸۹ نور ټپیان دي.

که طالبان په افغانستان کې نه وي نو دا ۲۲۵۵۲ امریکايي سرتیري د کوه قاف ښاپیریانو په افغانستان کې مړه او ژوبل کړل؟

ایا په پکتیا ولایت کې نیول شوي لس ګونه دولتي سرتیري کلیوالو بندیان کړي وو چې تیره ورځ یې له دولت څخه تر برائت اعلانولو وروسته له امتیازاتو او انعامونو سره کورونو ته رخصت کړل؟

اصلي ستونزه داده چې افغانستان د امریکايي اشغال ترسوري لاندې په هرلحاظ یو معکوس وضعیت غوره کړي دی ځکه یې دولتي چارواکو ته واقعیت د حقیقت خلاف ښکاریږي او څوک چې پرواقعیتونو اعتراف کوي هغه اعتراف د دوی له نظره غیر مسؤلانه بلل کیږي.

2 تبصرې

  1. منيب الرحمان رحماني

    خلک او دولتی چارواکی داسې نه وايي چي طالبان ټول په پاکستان کې دي دوي وايي چې مشران او روزونکي يي په پاکستان کې دي او ګيلاني وايي چي مشران يي هم دلته دي پاکستان تر نړيوال فشار لاندي دي او د ګيلاني داسی خبری پاکستان په ګټه دی نو ځکه یې داسې توند غبرګون وليده.

  2. الحاج استاذ بیانزی

    یو متل کی وایی
    [ غریب خدای کړی نو دا کونی چا کړی ]

    ټول نړیوال او هیوادوال په دی قانع دی چه زمونږ ملی او اسلامی حکومت د امریکا او ۴۸ اشرګرندو کفری اشغلګرو په واسطه ونړول شو ی( عنی مونږ اوس ملی او اسلایم حکومت نه لرو )
    اشغلګرو له اروپا او امریکا څخه ( لکه د کرزی ع ، غ او نورو په شان ) فاحشی راټولی او د برچی په زور یی غلامه ناوړه او فاسده اداره په دی مظلوم اولس حاکمه کړه ( یعنی د اشغالګرو له خوا جوړه شوی غلامی اداری د حکومت نوم اخستل د حکومت نوم او مظلوم اولس ته توهین دی )
    غلامه اداره اوسنی دوه جمهور ریسان د جان کیری له خوا د امریکا سفارت کی وټاکل شو ، هغه خوله دی ماته شی چه دغه اداری او دغه د جان کیری مستخدمینو ته دولتی چارواکو نوم اخلی

    تر تش په نامه دولتی چارواکو به تیر شو د طالبانو په اړه به رڼا واچوو :
    که په دی د لمړ به شان قانع یو چه هیواد د ټول نړیوال کفر په واسطه اشغال دی دا مو هم ومنل چه کابل کی د اشغلګرو د یو څو فاحشو حکومت دی [ هر یو یی د پیشاور د ایجړا ګانو به شان ارت ارت روان وی او د هماغو ایچړا ګانو په شان خبری او اکتونه کوی ] په دی هم باید قانع شو چه د اشغلګرو د اشغال په مقابل کی مقاومت یا له اوله یا وروسته زیږول کیږی او په ځانګړی په دغه انقلابی او مجاهد هیواد کی باید مقاومت شتون ولری هغه مقاومت طالبان دی غلامه اداره یی منی که نه لوڼدان ( اشغلګر ) یی په د مټو په زور الحمدالله قانع او وایی چه تر نیمایی زیات افغانستان د مجاهدینو به واک کی دی .

    نو هغوی چه نیم هیواد یی په واک کی دی که د طالبانو مشران نه وی دا نیم هیواد چا ونیولو او که یی نیولی وی د پاکستان به ځای خپل دغه خپلواک هیواد کی نه اوسیږی ؟ مهمه نه ده چه ګیلانی صاحب یی ووایی که ونه وایی و د طالبانو مشران جهاد ته تر ټولو دمخه اولو صفنو قو کی جنګیږی هغوی له مرګ نه ډاریږی مرګ له دوی ډاریږی ، هیواد کی دننه څه چه پایتخت کابل کی دننه اوسیږی نه یی مرمی ضد ګاړی او نه یی کانکریتی دیوالونه مخه نیولی شی ،[ نن دی که صبا دا مال د زرغون شاه دی ]
    که فرض کړو طالبان ټول پاکستانیان او یا د هغوی عسکر دی او له تاسی بی ایمانو او بی غیرتو غلامانو نیم افغانستان خپلوی( په داسی حال کی جه تاسی د امریکا او ناتو عسکر یاست ) د تاسی د پاره شرم او مرګ نه دی ؟ په کار دا دی چه پاکستانیانو ته سجده وکړی او قهرمانی یی ومنی او په دوه لاس سلام ورته وکړی .

    بس شځینه او د فاحشو خبری مو شرو ع کړی ، [ عیر مسولانه ، طالبان د هغو او دعو جاسوسان او د پاکستان د پاره کار کوی ، ملی ګټی او ملی منافع او تاسی نه د چا جاسوسان ا و نه د چا فاحشی یاست ؟

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.