fbpx

محکمې د مولانا صوفي محمد د خوشې کولو امر کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پېښور يوې محکمې د تحريک نفاذ شريعت محمد د مشر مولانا صوفي محمد ضمانت منلی او د هغه د زوی په وينا په راتلونکو دوو ورځو کې به يې پلار له زندانه خوشې شي.

د مولانا صوفي محمد مدافع وکيل په پېښور کې رسنيو ته ويلي، چې ۹۲ کلن موکل يې اوږدمهالې ناروغي لري، تورونه پرې نه دي ثابت شوي او بايد د بشري خواخوږۍ له امله له زندانه خوشې شي.

 مولانا صوفي محمد د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله خسر دی، چې سوات کې له پوځي عملياتو وروسته د ۲۰۰۹ م کال جولايي مياشت کې د پېښور له يوې سيمې ونيول شو او تر اوسه په زندان کې دی.

 د مولانا صوفي محمد زوی فضل الله رسنیو ته ويلي، چې په اوولسو قضيو کې يې د پلار ضمانت منل شوی او هيله يې ښکاره کړې، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به له زندانه خوشې شي.

پاکستاني رسنۍ د پېښور د قاضيانو له خولې وايي، چې په نورو قضيو کې د مولانا صوفي محمد ضمانت منل شوی، خو په هغه قضیه کې، چې نوموړي د پاکستان د اساسي قانون له منلو انکار کړی و، لا هم قضیه تر څېړنې لاندې ده، خو زوی يې وايي، چې دا تورونه حقیقت نه لري، چې پلار يې اساسي قانون نه مني.

د پاکستان نفاذ شريعت محمدي غورځنګ مشر مولانا صوفي محمد له تېرو اتو کالو راهيسې د پېښور په زندان کې د بغاوت په تور پروت دی او ګناه يې دا بلل کيږي، چې نوموړی ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي او د سوچه اسلامي نظام د نفاذ غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان ګڼ سياستوال او سياستپوهان ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي، مګر هيچا تر اوسه دغه خلک باغيان او خاينان ونه بلل.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند بسټګر او ستر اسلامي مفکر مولانا مودودي هم ديموکراسي کفر بولي او پارلمان يې د الهي نظام پر وړاندې د مصنوعي خدايانو نظام بللی، همدا رنګه د جمعيت علماء اسلام بنسټګر مفتي محمود هم وايي، چې له اسلامي نظام پرته هر نظام کفر بولي.

د پاکستان تنظيم اسلامي ګوند پخوانی مشر او دعوتګر ارواښاد ډاکټر اسرار هم جمهوري یا دیموکراتیک نظام غير اسلامي بولي او له همدې امله يې اعلان کړی و، چې له ټاکنيزې لارې اسلام راوستل بې ځايه هڅې دي.

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر سيد منور حسن څه موده وړاندې لاهور کې د خپل ګوند کلنۍ غونډه کې وويل، چې د ديموکراتيک نظام له لارې اسلام راوستل د جهاد د مخنيوي په معنا دي او له دې لارې هيڅکله اسلام نه شي راتلی او دا لار يې غير اسلامي بللې او هېواد کې يې د اسلامي نظام د راوستو يوازنۍ لار جهاد في سبيل الله بللې.

د سياسي چارو وتلی کارپوه او مشهور پاکستانی سيکولر ژورناليست حسن نثار او وتلی کالم ليکونکی شاعر،ليکوال او لوړپوړی متقاعد افسر اوريا مقبول جان هم ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي، مګر تر اوسه هيچا دغه خلک خاينان نه دي بللي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د