افغانستان

طالبانو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یوه امنیتي پوسته ونېوله

نن ټکی آسیا: د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو نن له غرمې مخکې د شینډنډ ولسوالۍ په کاریزک سېمه کې د ملي اردو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ او درې عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

سرچېنه زیاتوي،چې طالبانو نن سهار څه باندې ۹ بجې د کاریزک سېمې د ملي اردو عسکرو په پوسته برید وکړ ،چې په پایله کې د ملي اردو یو افسر ووژل شو او یو عسکر او یو بل افسر ټپیان شول.

د هرات یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط  زیاته کړه، چې ټپيان دا مهال د هرات په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ویل کېږي، چې طالبانو د پوستې له نیولو وروسته د عسکرو مهمات او وسلې له ځانه سره وړي دي او پوستې ته یې اور ورته کړی.

یوې بلې سرچینې ویلی، چې په دې پېښه کې اته عسکر وژل شوي او دوه ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي.

د شینډنډ ولسوال د پېښي په تړاو بې خبري وښوده.

طالبانو هم تر دې مهاله د پېښي په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x