کليفورنيا ايالت کې توپانونو ديارلس کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د امریکا په کليفورنيا ايالت کې د سېلابونو، توپان او ځمکې ښوېدو له امله سلګونه کورونه ويجاړ شوي او تر اوسه په کې د ديارلسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی دی.

پولیس وايي، چې د کليفورنيا په لويديځ لاس انجلس سيمه کې يې په خټو او اوبو کې ديارلس مړي موندلي دي.

د سيمې د پوليسو يوه مشر بيل براون رسنيو ته ويلي: «په ډېره خواشینی تاسې ته خبر درکوم، چې لږ تر لږه ديارلس مړي مو په اوبو او خټو کې موندلي او شونې ده، چې دغه شمېر نور هم زیات شي.»

پوليس دا هم وايي، چې په پلټونکو سپيانو او نورو ماشینونو په نړيدلو ودانيو کې د بندو او وژل شوو خلکو لټون روان دی او رسنيو ته يې ويلي، چې په دې اړه به نور معلومات په خپل وخت کې ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د