راځئ چه د(ذُورُغال) خاین په اړه ځان خبر کړو

را ټولونه : عزام حقانی

کله چي ابرهه دکعبې شریفي دنړولو لپاره دیو لوی لښکر دجوړولو امر وکړ ، غوښتل یې چه کعبه شریفه ونړوي، لښکر تیار او اماده سو ابرهه د لښکر سره له یمنه دمکې مکرمې پر طرف رهي شو په لاره کې دعربو قبیلې د ابرهه مخ ته راووتلې غواړي چه دئ له دغه ناوړه کاره څخه منعه کړي، خو په وس یې پوره نه شوه ځکه دابرهه دلښکر شمیر زښته زیات وو، دادی ابرهه طائف ته راورسیدی، اهل طائف چه دثقیف قبیله وه دابرهه څخه وبیریدله چه خلک به مو ووژل شي او طائف به په خرابه بدل کړل شي، نو یې دخپلي بې ننګۍ او بیغیرتیا دښکاره کولو لپاره ابرهه ته نفر ور ولیږل چه موږ په دي موضوع کې هیڅ دخل نلرو که ته کعبه نړوې ویې نړوه او د دي لپاره چه دا درته ښه ثابته شي چه موږ بې طرفه یو او ستا په کار کار نه لرو یو نفر به هم درسره ملګری کړو چه تاته لار درښیي او کعبې ته دی ورسوي.

دطائف دخلکو څخه یو نفر چه نوم یې (ذُورُغال) ؤ په خپله خوښه دابرهه ملګری شو چي د ده لښکر ته لار ور وښیي نور عرب کله داسي وو چه دکعبې شریفې له نړوونکو سره دي کومک وکړي یادي لار ور وښیي خو دا یو لوی خیانت ؤ چه ذورغال وکړی، ذوروغال دابرهه سره ملګری سو او دکعبې شریفي لار ورښیي کله چه دوی مکې ته نژدې سوه ذورغال په لار کي مړ شو او هلته دمکې مکرمې او طائف په منځ کې ښخ کړل شو او دده قبر دعربو دپاره د ډبرو ویشتلو ځای وګرځېدی یعني هر وخت چه به عرب دلته تیریدل د ده قبر به یې په ډبرو ویشتی او ویل به یې دا دخپل قوم خائن دی . تر دي چه عرب دخائن لپاره مثال را وړي نو وایې فلانئ ذو رغال دی چه خپل قوم ته یې خیانت وکړی او دښمن ته یې لار ورښووله.

اونن هم د ذو رغال په څیر خاینان موجود دي چه دلږ لالچ او پیسو لپاره دښمن ته دمسلمانانو د وژلو او نیولو لاري چاري ورښیي .

متأسفانه!! چه هم دغه خاینان مسلمانانو خپل مشران ګرځولي ، د توهین پر ځاېې عزت او افتخار په کوي .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.