افغانستان

کابل: د اریانا الوتکه په هوايي ډګر کې له کرښې ووتله

د اریانا الوتکه چې یوسل او څلوېښت سپرلۍ يې درلودې د کابل په هوايي ډګر کې له کيناستو سره سم، له خپلې کرښې (رن وی) څخه ووتله.یاده الوتکه چې له ډهلي نه کابل ته نن راورسېده، په هوايي ډګر کې له یادې پېښې وروسته داسې انګېرل کېده، چې الوتکې به اور اخیستی وي.

خو د کابل هوايي ډګر قوماندان جنرال حقنواز حقیار رسنیو ته ويلي دي، چې الوتکه او پکې سپرې سپرلۍ ټول روغ دي.دوی وايي څېړنه به وکړي، چې الوتکه ولې بې لارې شوې ده، همدارنګه د کرکټ ټیم د لوبغاړو د سپرلۍ الوتکه هم د کابل هوايي ډګر پر ځای هرات ته ګرځېدلې ده، چې ښايي علت يې دکابل باراني هوا وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x