ليکوال او ژباړن د ليکنو پر مهال له کوم ډول تېروتنو سره لاس او ګرېوان وي؟؟

لیکوال: محمد امين علمي

هغه وروڼه چې غواړي کتاب وژباړي او يا هم غواړي کتاب وليکي؛ نو هغوی ته په کار دا دي، چې مخکې له مخکې بايد کتاب د لمړي ځل لپاره پخپله ښه دقيق او په پوره مانا د يو تکړه لوستوونکي په څېر ولولي! له ليکلو او ژباړلو وروسته دا ورته جوتېږي او روښانه کېږي، چې ګواکې څه بايد پکې ځای پر ځای کړي، کوم څه ته لومړيتوب او تر ډېره د ليکنې او ژباړې سره اړخ لګوونکې خواوې تر پراخې څېړنې لاندې ونيسي، د ښې ژباړې او د ښې ليکنې ټول څرکونه به له ورايه پکې تر سترګو کېږي، که ليکوال او ژباړن د دا ډول پَل اېښودلو او مخکې تلو ته راوړاندې کېږي او زړه ښه کوي؛ نو به يې هڅې دلته لا پسې ګړندی او لا بېړنی شي، چې ستړي کوونکې، له موضوع وتلي، د ټولنې له اصولو سره په ټکر کې او پېچلې جملې او ويي ترې وباسي او د لوستونکي پام د ځان لوري ته راواړوي.

د ښې ليکنې او ژباړې مرکزيت تل د يوه لوستوونکي په اند او نظر کې دا وي، چې ليکوال او ژباړن له نوې نړۍ څه له ځانه سره لري؟

ددې پير ځوان ليکوال او ژباړن موږ ته څه راوړي، چې بايد د فکر او تمرکز او د لوستلو تنده مو پرې باندې خړوبه شي؟

زما او زما په څېر نورو تنکيو زلميو ته يې له ځان سره څه پېغام راوړی؟

د ژوند په اوږدو کې به له دې کتابونو او ژباړو موږ څه ډول کړنې او اندونه د راتلوونکي په پار خپلوو او نوي نسل ته به له ځان سره څه ډول پېغام لېږدوو؟

او په ټوله کې موږ بايد د ژوند په اوږدو کې د هوساينې او سکون له کومې بېړۍ سره ځان ونښلوو، چې د وروسته والي پر ځای مو د پرمختګ له خوږو لکه څنګه چې ښايي ورورسوي؟

او يا به نوې نړۍ ماته څه زېری او له ما څه غوښتنې لري، چې زه بايد پرې پوه او پرې باندې ځان لا ښه خبر کړم؟.

په ليکنه او ژباړه کې که پوره مانا پکې نه لېږدول کېده؛ نو پکار ده، دا ټکي يا ترې لرې او يا د هم په پوره مانا کوښښ وکړای شي، چې له زياتونو سره يې پکې ځای پر ځای کړي.

نه يوازې دا چې ټولې خواوې او منځپانګه د ګواکې د لوستوونکي په خوښه واوسېږي يا دې تر ډېره بريده د کتاب له منځپانګې هغه څه چې پکار وي پکې ځای پر ځای شي، يا د هغه څه چې د ليکنې له ټولو لوريو سره اړخ لګوي او د نه راوړلو کوښښ کېږي دا بيا ناسمه او بې ځايه هڅه او پرېکړه ده.

که د ليکنې او ژباړې په تړاو نوي څه ورسره راوړل شوي وي د لوستوال د خوښې په پار ترې تروړل کېږي دا هم يو نه يو ډول ناسم يون دی. که د ليکنې او ژباړې څخه وروسته پر هغه څه چې ليکل مو پرې باندې کړي دي، له سره بايد په سړو مغزو او له پراخ فکر او اند وروسته سره پرتله کړئ! او تکراراً يې څو څو ځله ولولئ! که مو زياتونو ته زړه ښه کاوه؛ نو ښې او وړ لارې به د نوښت په څېر پکې ځای پر ځای کړی.

د کتاب له ليکلو او ژباړولو وروسته يوه خبره چې ډېره اړينه او ګټوره تمامېدای شي، هغه خپل کړی کار يانې ژباړه او ليکنه له خپل نږدې ملګري او يا هم ددې برخې له کوم بل فني شخص سره شريک کړئ؛ څو هغه تېروتنې چې تاسو پکې ندي موندلي او يا هم تاسو ته تېروتنه او ستونزه نه ښکاري، هغوی به يې په ډېره اسانۍ درته په ګوته او روښانه کړي او د لازمو سموونو تر څنګ به مو کتاب لا ګلالی او د چاپ په ګاڼه پسې وپسولل شي.

ددې پر ځای چې له ژباړو او کتاب ليکلو مو يو څوک بې زاره او خدای ج مکړه ترې په تېښته کې شي، پکار ده چې له پوره سموونو او له ملګرو سره له مشورې وروسته يې په خورا ښه بڼه چاپ او تر نورو ورورسوئ!

خو يوه خبره چې دلته يې يادول ډېر اړين او ګټور دي، هغه دا چې په پښتو ليکنو او ژباړو کې تر ډېره بريده ستونزې تر سترګو کېږي، له کمي سره يې مخ يو او ډېر دقت ته اړتيا ده چې بايد له هرې زاويې پرې تمرکز وشي، هغه دا دي چې د پښتو له کره ويو او ياګانو له نه استعمال سره په يو نه بل کتاب کې مخ يو، پکار ده چې ياګانې په سم ډول وکارول شي.

د ياګانو دا ډول ناسم استعمال ممکن هر لوستوونکی وځوروي، پدې ډول ويلای شو چې دېته ورته نورې نيمګړتياوې هم شته چې لوستوونکي ته د ربړ او ځور سبب کېږي.

په ليکنو او ژباړو کې ددې ډول نيمګړتياوو شتون د کتاب او ژباړې ټول خوند او رنګ تروړي او لوستوونکی يې د نه لوستلو کوښښ کوي.

پای