د جهاد اصلی هدف او مقصد څه دی؟

لیکوال: فِدامحمد “فیضان”

دجهاد په حکم سره دالله جل جلاله دا اراده نه ده ، چي په یو ځل ټول کافران دمرګ په کنده کې واچوې، بلکې مقصود دادی چي د الله جل جلاله دین په دنیا کي حاکم سي ، او مسلمانان په عزت سره ژوند تیر کړي ، او په امن او سلامتیا سره دالله جل جلاله عبادت او بندګې وکړي ، دکافرانو څخه څه ویره نه وي ، چي د دوئ دیني امورو ته څه زیان ورسوي.

اسلام دخپلو دښمنانو د هسي وجود نه دی ، بلکی د دوئ د داسي دبدبې او غلبې دښمن دی، چي د اسلام او مسلمانانو لپاره د ویري باعث وي . ددنیا پر مختللي متمدن قومونه هم دا خبره مني چي دخپل ځان او مال او عزت او ناموس د ساتني لپاره جنګ کول د انسان فطرتي حق دی ، او یو عزتمندانه فکر او دلاوره خیال دی.

مګر موږ په دي نه پوهیږو چي دمسلمانانو په حق کي له دې حق ولي سترګي پټیږي ؟

د دنیا هر پر مختللې ښاري سیاست مداران او ډلي ، هر ناروا او روا ، دروغ او رښتیا ، چل او خطا ایستنه هر څنګه چي کیدای سي دخپل واک لپاره کوي، او دخپلو مخالفینو دماتولو لپاره چي کومه لار او طریقه په لاس ورځي هغه کاروې، ودې ته سیاست او تمدن او پر مختګ وایې.

مګر که حق او حقانیت په روا طریقه او ډیر عدل او انصاف سره پر باطل باندی واک غواړی نو دغرب ډیموکراسان بیا ودې ته تعصب او مذهبي لیونتوب او ترهګری وایې ، (سبحان الله) په کوم حق دین کې چي په خپلو دښمنانو باندی دروغ ویل ، او په دوئ باندی تور پوری کول، او پر دوئ باندی ظلم او تیری کول، حرام ګڼل سوی ، او ددنیا ځان مال او عزت او شرافت ددوئ لومړنۍ فریضه او مقصد دی ، دهغه په لوړوالي او غلبې او دهغه په حاکمانه واک باندی همدا ډیموکراسان او سیاسي غله او داړماران ولي ګوت نیونی کوي؟ دوئ دحق دین په عادلانه کوښښ کې هر وخت خپله ژبه کاروي.

د اسلامی جهاد مقصد دادی:

چي رښتینی عدل او برابری په دنیا کي راسي ، او دا روشن فکران او ډلي ټپلی دنړۍ امن خراب نه کړي، دکوم جنګ مقصد چي د عدل او برابری ، انصاف ، او امانت ، او ریښتینولي ، ساتنه ، او د رشوت ، غلا ، چور ، او تالان ، بدکارۍ ، او زنا کارۍ ، او نور بدو خویو او بې حیايۍ او دټولو بدو کارو بیخ ایستل وي، داسي جنګ به بربریت ظلم او تیرئ نه بلکې اعلی ترین عبادت دی ، او د الله جل جلاله پر مخلوق باندی بي پایه شفقت او مهرباني ده.

او په قران کریم کې چې دجزیه کوم حکم سوی دی ، دهغه مقصد هم همدا دی ، چې دکفر او باطل زور ختم سي ، او د حق او دعدل زور او واک ته باطل پر ګونډو سي، دجزیه پدې آیات کې:

قٰتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتٰبَ حَتّٰى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صٰغِرُونَ. [سُورَةُ التّوبَة : 29].

ژباړه:

له اهل كتابو څخه د هغو خلكو په خلاف وجنګېږئ چي په الله جل جلاله او د اخرت په ورځ ايمان نه راوړي، او څه چي الله جل جلاله او د هغه پېغمبر حرام کړيدي، هغه نه حراموي او حق دين خپل دين نه ګرځوي. (له هغو سره وجنګېږئ) تر دې پوري چي په خپل لاس جزيه ورکړي او ذليل شي.

له صاغر څخه دغه رنګه ذلت او سپکوالی مراد دی، او داسي جزیه ورکونکو ته دشریعت په اصطلاح کي ذمي او معاهد پدې وجه ورته وایې چي الله جل جلاله او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم ددوئ دمال او ځانو د خوندیني ذمه واری اخیستی ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د