دوی خو له پاکستانه توره بلا جوړه کړې

هاشمي اغا

پاکستان د ناټو او دهغوۍ د متحدينو سره ډير څه کړي هوايې ا‌ډې ، اکملاتي لاري ، د سلګونو طالب مشرانو نيول ، استخباراتي معلومات او داسي نور ډير څه يې ور سره کړي.

مګر بيا هم افغان چارواکي ، سياستوالو او خبريالانو ټولو پوره شپاړلس کال په يوه خوله خپل ستوني وشلول چې په افغانستان کې نا امنی ټول د پاکستان د لاسه ده حال دا چې پاکستان د افغان حکومت او ناټو سره د طالبانو په وړاندي په جګړه کې د دوی متحد او ملګری دی.

هدف مي له پاکستان نه دفاع نه بلکه د سرټمبه یارانو پوهاوی دی.

افغان چارواکي او ورسره ناټوګۍ چې له هر پلوه مجهز او پوره دي د مجاهدينو سره په جګړه کې شرمونکې ماته خوړلې ، اوس د خپل شکست پړه پر پاکستان ور اړوي ، افغان چارواکي هم د خپلو خارجي بادارانو په شان په جهاد او د الله پاک جل جلاله په نصرت عقيده نلري ، د مجاهدينو ميړانه ، قرباني او غيرت نه شي زغملای نو ځکه

په اپلتو سر دي.

پښتانه وايي : (وهم دي چيري ډب دي چیري؟!!)

افغان حکومت ته کشونه طالبانو ورکړل خو دوی هر څه پر پاکستان تاوانوي.

که هر څه پاکستان کوي او ستاسو د ورانۍ سبب وي ، ښه په پوه ياست چې د دې پاکستان له لاسه را پېښه ده او نور

نو بیا خو

تاسو محترمينو ته !!! مرګ په کار دی او هغه ځکه چې :

دښمن معلوم سو چې پاکستان دی او تاسي د احمدشاه ابدالي لمسیان ياست!!! ، عسکر ، ټانګونه ، الوتکي ، جنرالان ، پوهان ، روس ته شکست ورکوونکي مجاهدين !! ، د بهرنۍ نړۍ ملاتړ ، زرګونه عسکر ، نړيوال استخبارات ، ميډيا او د زر او زور نور هم ډېر څه لرئ …

بیا ولي؟

د پورته شیانو سره سره د پاکستان مخه نه شی نيولای؟!!

شپاړس کاله وشول خو تاسو لا پر هغه پخواني الارم باندي ولاړ ياست او د پاکستان پاکستان زنګونه وهئ !!!

نه پوهېږو دا اوس د پاکستان غندنه ده که ستاینه ؟!!

پخوانو ښه ويلي (ناکامي غاوجنه ده) ، که ستاسو د بريا کښتۍ همداسي ړنګه بنګه روانه وه نو ليري نده چې تاسو به مو پر بادار او بادار به مو پر تاسو غلامانو د ماتي تورونه سره ور اړوئ!

په همدې هيله !

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.