نعتيه غزل / نظام کندهاری

شاعر: نظام کندهاری

چې ستا صفات پکې راټول شي داسې توري نشته
چې دې د حسن سره تول شي داسې توري نشته

که دغه پاڼې د ګلونو قصيدې شي ټولې
دروند چې پرې ستا د مدحې خول شي داسې توري نشته

لفظونه ډېر شته ژبې ډېرې آوازونه هم شته
چې ستا د مخ سپوږمۍ ته شپول شي داسې توري نشته

چې إحاطه دا ستا پر واړه کمالاتو وکړي
او پر ښکلا دې غزلبول شي داسې توري نشته

که د ښايست تمثيل دې وايم په نرګس او غاټول
چې هم نرګس شي هم غاټول شي داسې توري نشته

که درودونه د نظام لکه باران غوندي شي
ډک چې پرې ستا د حق کچکول شي داسې توري نشته

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د