نظــر

ښکرور دروغ!

د تېر کال په وروستۍ شپه، چې کله د کابل په زړه کې د سرينا په هوټل بريد وشو، نو په ټولنيزو رسنيو کې يې غوغا جوړه کړه، دوی داسې تبليغوله چې ګواکې په هوټل کې وژل شوی فرانسوی جاسوس او د هغه مظلوم ماشومان طالبانو لاسي وژلي دي، په داسې حال کې چې هيڅ د عقل خاوند به دا ونه مني، چې يو څوک دې ديو هدف لپاره ټاکلي مرمۍ ولري او مستهدف ځای ته دې د سرپه بيه ورسېږي، خو بيا د ټوپک شپېلۍ کږه کړي،

دا ښکرور دروغ خو هلته لا ثابت شول، چې کله رسنيو ته د هوټل د کميرو له خو اثبت شوې هغه ويډيو راووته چې فدايان پکې د بريد په حال کې ليدل کېږي، خو د همدې کميرو له خوا ثبت شوې هغه برخه بيا له رسنيو پټه وساتل شوه، چې سردار احمد او ماشومان يې پکې وژل کېږي.
خو يادې پېښې هغه رسنۍ چې تل د بې پرېتوب ډنډورې غږوي، ښکاره دې ته را واړول چې خپل پلويتوب اعلان کړ، هغوی د بې نظمه نظام او بې حاکميته حکومت په فرمايش قسم وکړ، چې د ټاکنو په ورځ به خوله چوپه نيسي، خو دوی دا يواځې د خپل دې پلويتوب لپاره پلمه پيداکړه او تراوسه پورې هڅه کوي چې د دين، ملت او هېواد په زيان يو طرفه خبرونه خپاره کړي.
دوی د ملت په تاوان په خبرونو کې شعوري او غير شعوري بوخت دي، په پکتيکا کې ځينې تش په نامه بې سوادان خبريالان د خپل ضميرپلورل د چارواکي په يو کريديټ کارډ پورې محدود کړی دی، په دې ولايت کې د مېلمه په نامه د يوې راډيو يوتن محمد الله همتيار يوه ورځ په يوه غونډه کې وويل چې موږ بايد د طالبانو تلفات ډېر وښيو، ترڅو موخلک په خپلو ځواکونو باوري شي او د خلکو او دولت ترمنځ فاصله کمه شي.
په غزني کې مېشت ضميرپلوري خو بيا د اربکيانو په يوه مېلمستيا د هغوی لپاره په يوه ورځ د شپېتو طالبانو د له منځه تلو خبرونه هم نشروي، په اندړوکې  اربکيان د خلکو له کورو غوښه اوډوډۍ راټوله کړي او بيا په ښار کې د سياره په نامه د استخباراتي شبکې همکارمجيدژړاند، سيف الله هوټلي، جميل ښويکي او د بې بې سې د شيطانت استازي اسدجلالزي ته زنګ ووهي، چې هلئ غوړه مېلمستيا ده!
هغوی د خپلو پروژو ټول کارونه يوې خواته کوي اوتراندړو په يوه منډه ځي، چې بيا دغه مېلمستيا نو پوره يوه مياشت هره ورځ د لسو طالبانو د وژلو او ديو اربکي د ټپي کېدلو دخبرونو د خپرولو زور لري، چې کله هم چارواکي پوی شي، چې په ضميرپلورو کې يو څه د شرم احساس پيدا شوی، سمدستې يې د توږلو هڅه کوي، چې په توږلو کې يې نقدې پيسې، مېلمستياوې او سازونه کاروي.
له ټاکنو را وروسته هره ورځ په متوسط ډول د يوسل او پنځوسو طالبانو د له منځه وړلو خبرونه خپرېږي، چې په دې حساب له ټاکنو تراوسه ګواکې سرساتونکو سرتېرو پوره څلورنيم زره طالبان له منځه وړي دي، مانا دوه مياشتې وروسته نور نو طالبان تمام دي.
دولت ځکه پرلپسې په قسم خورو خبريالانو دغه پروسه مخ په وړاندې بيايي، چې په خپلو ښکرورو دروغو د لويو واقعيتونو مخه ونيسي. دوی غواړي، د پنجنشير لس پوستې، د پکتيکا دزېړوک او ډېلې ولسوالۍ، د فرا د پشت رود ولسوالي او نن په هرات کې ديوې ولسوالي له لاسه وتل پټ کړي، دوی غواړي ووايي چې د دوي په تېره مياشت کې درې سوه تنه نه د ي تسليم شوي، دوی غواړي ووايي چې د خيبر تندريزو ګوزارونو په وړاندې ګواکې د دوي سر ساتونکي سرتېري تيار دي، خو عملاً ثابته شوې ده چې د شګو په بندونو د خيبر سېلابونه نه تړل کېږي.
په دې ديارلسو کلونو کې له خبريالانو سره د طالبانو دوستانه چلند کاشکې نور پای ومومي او د يرغل دغه فرهنګي عسکر نور د تندريزو خيبري ګوزارونو مستهدف وګرځي.

لیکوال: ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x