عیسائیت په افغانستان کي (۲٠)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

دالجزیرې تلویزون را پور

الجزیره: د عیسائیت په خپرولو کي د امریکايي فوځ پوره ونډه

په الجزیره کي دغه راپور برین هافس (Brian Hughes) جوړ کړیدی، چي په دې مستند فلم کي د بګرام په بېس کي پښتو او دری بایبلونه پراته دي، او په دې کي د بایبل یو ښوونیز مرکز دی چي فوځیانو ته دا لارښوونه کوي چي تاسی باید څنګه خلک وعیسائیت ته جذ ب کړی یو غړی SGT Jon Watt ددې غونډې وايي چي باید تاسی دغه بایبلونه له تحفو سره و خلکو ته وړیا ورکړي، لکه چي دغه عمل په عراق کي ښه نتیجه ورکړه،په عراق کي کله چي خلک زموږ و مرستو ته اړشول بیا موږ د مرستو سره یو بایبل هم ورکاوه ځینو به راته ویل چي ایا دا عربی دی؟ موږ به ورته ویل چي بلې هو! ؛ چي له دې څخه وروسته بیا LT Colonel Gary Hensley ګرې هنسلي چي د امریکای د فوځ د کلیساوو مشر دی خپل تقریر کوي چي ټول د عیسائیت تبلیغ، لارښوونه او خلک مرتد کول دي،هغه کلیسا چي په بګرام کي ده دا صرف د امریکایي عسکرو لپاره نه ده بلکې افغاني مرتدین هم ورځي هلته دري او پښتو بایبلونه سره د تحفو ویشل کیږي، د امریکايي فوځیانو لپاره بېل وخت ټاکل شویدی او د افغاني مرتدینو لپاره بېل وخت ټاکل شویدی.

یو جنرال په دې فلم کي وایي چي ډېر ذهین او ځیرک اوسی او په هوښیارۍ سره د عیسائیت پیغام و خلکو ته ورسوئ، په مینه سره خلک واړوئ چي څومری امکانات لري له هغو څخه کار واخلی،خلک په واک کي راولئ، او په اهسته ډول سره یې و عیسائیت ته داخل کړي ، د خلکو د رواجونو خیال وساتئ، ددوی د احساساتو خیال وساتئ او داسی نورې ډېرې څرګندونې کوي.

هلته په عراق کي په ټنو ټنو عربي بایبلونه د امریکایانو له لوري د خوراکي توکو سره یو ځای وویشل شول، په یوه اونۍ کي دوی ۱۷ ټنه عربي بایبلونه وویشل او هم داسی لړۍ جاري وه، و خلکو ته به یې اعلان وکړ چي ماشومانو ته خوراک ورکول کیږي نو کله چي به خلک راغلل یو یو کارټن به یې ورکاوه په هر کارټن کي یویا دوه بایبلونه موجود وه، کله به یې اعلان وکړ چي قالیني او کالی ویشل کیږي په هغو کي به یې هم عربی بایبلونه د(الکتاب المقدس) په نامه پیچلي وه او بیا به یې ورکول کېدل، هغه جنرال چي هلته یې دا پروژه پرمخ بېوله هغه په بګرام کي و نورو ته وویل چي دا پروژه کامیابه پروژه ده دا پر مخ بوځئ، هغه بایبلونه چي د لومړي ځل لپاره په پښتو او دری ژبو سره د افغانستان لپاره چاپ شول هلته ددې غونډې په درشل کي تقسیم او پراته وه، چي پښتو بایبلونه یې په شنه رنګ کي او دری بایبلونه یې په زرغونه رنګ کي وه، د غونډې وروسته په بګرام کي په هره دروازه ، مسلمستون او د تګ راتګ په ځای کي دغه بایبلونه پراته وه، حتی و موټروانانو ته یې وړیا ورکول، او یایې داسی ورکول چي دغه بایبلونه وویشئ دومري ډالر درکوو، او یو عکس به د هغه کس څخه اخلې چي بایبل ورکوی، دا پروژه ډېره ژر په تیزی سره پر مخ ولاړه، حتی و هلمند ، کندهار، کندوز، هرات، غزنی، ننګرهار او نورو سیمو ته دغه بایبلون راورسېدل چي بیا ملګرو تر ماپوري هم راورسول.

دغه لاندي لينکونو کي د الجزیرې د راپور ویډیو ده تاسی کولای شی ویې ګورئ:

http://www.huffingtonpost.com/jeremy-scahill/us-soldiers-in-afghanista_b_195639.html

http://warisacrime.org/node/42323

http://prorev.com/2009/05/us-troops-pushed-christianity-in.html

نور بیا…

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.